نی: د رسنیو په اړه د طالبانو اعلامیه د اندېښنې وړ ده

د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) یو شمیر رسنیو ته د وسله‌والو طالبانو د ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې او هغه یې د بیان د آزادۍ او د بشري حقونو خلاف ګڼلې ده.

وسله‌والو طالبانو د دوشنبې په ورځ (چنګاښ ۳مه) په یوه اعلامیه کې، هغو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د دغې ډلې پر ضد اعلانونه خپروي.

که څه هم طالبانو په خپله اعلامیه کې د کومې رسنۍ نوم نه دی یاد کړی، خو ویلي دي چې له ځینو رسنیو څخه د سوداګریزو اعلانونو په نوم د طالبانو پر ضد اعلانونه خپریږي او هځه کیږي، چې د دوی د مبارزې په مخنیوي کې له دغو رسنیو څخه "استخباراتي استفاده وشي".

طالبانو ویلي که دغه رسنۍ د یوې اونۍ په ترڅ کې د دوی پر ضد اعلانونه بند نه کړي، نو د نظامي هدف په توګه به ورباندې بریدونه وکړي.

د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر عبدالمجیب خلوتګر د طالبانو د اعلامیې په غبرګون کې امریکا غږ آشنا ته وویل: "د طالبانو اعلامیه او د هغوی ضربالعجل، د بیان د آزادۍ او د بشري حقونو په خلاف د اندېښنې وړ یوه مسله ده، هغه څه چې طالبان یې ادعا کوي، زه فکر کوم هیڅ ډول قانوني دلیل نه لري چې د دوی رښتینولي ثابته کړي".

ښاغلي خلوتګر زیاته کړه، چې حکومت مسول دی ترڅو د رسنیو او خبریالانو امنیت وساتي او زیاته یې کړه، چې پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو د برید په صورت کې به لومړۍ له حکومت څخه پوښتنه وشي.

افغان حکومت وايي، چې د رسنیو او خبریالانو د امنیت ساتلو ته ژمن دی.

د ستراتيژیکو او عامه اړیکو په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار وحید عمر یوې غونډې ته د وینا پرمهال د طالبانو اعلامیې ته په غبرګون کې وویل، چې حکومت به له خپل ټول توان څخه په استفادې د خبریالانو د امنیت د ساتلو هڅه وکړي.

هغه زیاته کړه: "د حکومت په توګه زموږ مسولیت دا دی چې خپل ټول اقدامات وکړو، ترڅو زموږ د خبریالانو ژوند خوندي وي او ترڅنګ یې د رسنیو مسولین هم مسولیت لري، تاسې پوهیږې هغو ځایونو کې چې بې‌ځایه خطرمنل په کې وي، خپل اقدامات وکړي".

په ورته وخت کې له رسنیو څخه د ملاتړ ادارې وايي، چې په رسنیو کې د سوداګریزو اعلانونو د محتوی د څیړلو لپاره باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا او د سوداګرۍ وزارت او رسنیو د استازو په ګډون یوه ګډه کمېټه جوړه شي، ترڅو د رسنیو په نښه کولو لپاره طالبانو ته هیڅ ډول پلمه پاتې نه شي.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې طالبان د افغانستان په مختلفو برخو کې "ناکامه شوي" او اوس د وسلې په زور غا=واړي چې رسنۍ تر خپلې اغیزې لاندې روالي.

د دغه وزارت مرستیال سیدآقا حُسین سانچارکي چې نن یې په کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله وویل: "له همدې امله ډيره ضروري ده چې موږ باید د ډیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ د ملاتړ محور او د خبریالانو د فزیکي او شغلي خوندیتوب مسلو ته د خپل کار په سر کې ځای ورکړو".

ښاغلي سانچارکي زیاته کړه، چې د رسنیو د دفترونو د امنیت ساتنې لپاره هم هڅې روانې دي او یو شمیر نړیوالو بنسټونو په دې برخه کې د همکاریو ژمنې کړې دي.