په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ مشري نصيراحمد فايق په غاړه واخيسته

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ پرون پنجشنبه ناوخته سمبر ١٦ (لېندۍ ٢٥) وويل چې په دغه سازمان کې د افغانستان د دايمي استازولۍ مسٶليت نصير احمد فايق په غاړه اخيستى دى.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ پر خپل رسمي ټويټر پانه ليکلي چې ښاغلى فايق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ اړوند د ټولو فعاليتونو مسٶليت په غاړه لري٠

د افغانستان دايمي استازولۍ د اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې ښاغلى فايق به د ملګرو ملتونو د ټولو غړو او مسولينو سره کار وکړي تر څو په افغانستان کې رامنځته شوي بشري وضعيت د ښځو، نجونو او قومي لږکيو حقوقو ته رسيدګي وشي٠

په دغه اعلاميه کې راغلي چې د افغانستان خلکو ته د سخت ژمې په رارسېدو سره د مرستو تنظيمول به له لومړيتوبونو څخه وي٠

خو په دغه اعلاميه کې نه دي راغلي چې ښاغلى فايق د چا لخوا يا کوم ارګان لخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازى ټاکل شوى دى٠

ښاغلى فايق يوه ورځ وروسته تر هغه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ مسوليت په غاړه واخيست چې د امريکايي رسنيو د راپورونو په اساس په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير غلام محمد اسحاقزي د تيري چهارشنبې په ورځ له خلپې دندې څخه استعفي ورکړه٠

خو ښاغلي اسحاقزي تر دا مهاله د افغانستان له دايمي استازولۍ څخه د خپلې استعفى په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي٠

له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازیتوب څوکۍ ته د طالبانو نوماند سهیل شاهین، وایي چې اوس باید دغه څوکې د افغانستان نوي دولت ته ورکړل شي.

هغه په خپل ټویټز پاڼه لیکلي: "د ملګرو ملتونو سازمان یو نړیوال سازمان دی او اعتبار یې په ناپیلتوب کې دی. زه له هغې [ملګرو ملتونو] غواړم د افغانستان اوسني دولت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په سپارلو سره چې پر ټول هیواد واکمن دی، خپل ناپیلتوب ثابت کړي."

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په څوکۍ او په بهر کې د یو شمیر سفارتونو پر سر د افغانستان د تبعیت شویو دپلوماتانو او ددې هیواد د نویو حاکمانو ترمنځ کړکیچ روان دی. تر اوسه هیڅ یو هیواد د طالبلانو حکومت په رسکمیت ندی پیژندلی.

د فارن پاليسۍ ويب سايټ د درې دپلوماتيکو سرچينو له قوله ويلي چې ښاغلي اسحاقزي ځکه له خپل موقفه استعفي ورکړې چې د ملګرو ملتونو په يوه بله برخه کې پر دنده ګمارل شوى دى٠

ښاغلى اسحاقزى د ٢٠٢١ کال په جولاى مياشت کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازى ټاکل شوی و٠

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ډسمبر مياشتې پر شپږمه نېټه پرېکړه وکړه چې غلام محمد اسحاقزى دي په دغه سازمان کې د افغانستان د استازي په توګه ياتې شي، ياده پرېکړه د طالبانو له سخت انتقاد سره مخ شوه"او غير عادلانه" يې وبلل٠

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر غړى سهيل شاهين د طالبانو لخوا ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازي په توګه معرفي شوى دى٠

ملګرو ملتو له ١٩٩٦ څخه بيا تر ٢٠٠١ کال پوري چې طالبان پر افغانستان واکمن و د ملګرو ملتونو لخوا په رسميت نه و پيژندل شوي ، بلکي د استاد برهان الدين رباني په مشرۍ حکومت چې د فغانستان پر ډېرې کمې برخې کتټرول لاره په رسميت پيژندلى و٠