د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټن وايي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په بهیر په خوندي او منظمه توګه دوام لري.
ښاغلي اسټن د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۲۱ (چنګاښ ۳۰) خبریالانو ته وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو بهیر به د اګست میاشتې تر پایه بشپړ شي.
هغه وویل چې په دې اړه د متحده ایالاتو جمهور رئيس تصمیم نیولی او د دفاع وزارت هم په سمه توګه د دغه تصمیم د عملي کولو نیت لري.
خو د متحده ایالاتو د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې وزارت به یې د ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې څلور مهمې دندې ولري.
لویډ اسټن زیاته کړه: "موږ په افغانستان کې د خپل دیپلوماتیک حضور د ساتنې او د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره د بودجې برابرولو او د افغانستان امنیتي وزارتونو ته د سلامشورو ورکولو او د تروریستي سازمانونو د بیا ظهور د مخنیوي لپاره ژمن یو".
.@SecDef: I would be remiss if I didn%27t take the opportunity to also honor the American and allied troops who served so bravely over two decades of war, and those who gave their lives there. We owe them and their families a debt we can never repay. pic.twitter.com/t2zwGGSOH2
— Department of Defense 🇺🇸 (@DeptofDefense) July 21, 2021
هغه افغانستان ته د القاعده شبکې د بېرته راتګ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې متحده ایالات د افغانستان وضعیت له نیږدې څاري او اصلي هدف دا دی ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې تاوتریخوالی او تروریزم له افغانستان څخه امریکا ته نه صادرېږي.
جنرال اسټین وویل چې طالبانو په پیل کې ژمنه کړې چې القاعده شبکې ته خوندي پټنځایونو نه برابروي او متحده ایالات تمه لري که طالبان غواړي په مشروعیت سره مخکې لاړشي نو خپلې ژمنې دې پوره کړي.
هغه ټینګار وکړ: "زه فکر کوم دا هغه څه دي چې دوی یې باید په پام کې ونیسي. دا د دغې (موخې) د ترلاسه کولو یوه لاره ده. نو له همدې امله و به وینو چې څه پېښېږي".
د امریکا دفاع وزیر وویل چې هېواد به یې په سیمه کې خپل قابلیتونه حفظ کړي ترڅو د دغه ګواښ او یا نورو خطرونو د راپورته کېدو په صورت کې یې له مخې پورته کړي.
له دې وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قواو قوماندانۍ ویلي و چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر ۹۵سلنه بشپړ شوی دی.
له افغانستان څخه د پاتې امریکايي ځواکونو وتل د روان میلادي کال د مې په میاشت کې پیل شو او د متحده ایالاتو حکومت وویل چې دا بهیر به د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر ۱۱ بشپړ شي.