پمپیو: طالبانو سره په تړون کې دوه محرم اجرايي اسناد هم شته

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپو

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي چې له طالبانو سره "افغانستان کې د سولې راوستلو تړون" کې دوه محرم اجرايي اسناد موجود دي.

ښاغلي پمبيو د یکشنبې په ورځ (مارچ۱) د سي بي اس تلویزون ته وویل: "دوه اجرايي عنصرونه شته. دا دواړه محرم دي. دا اجرايي نظامي اسناد دي چې زموږ د پوځیانو د مصونیت لپاره مهم دي. د کانګرس هر غړي ته به دا دوه محرم اسناد وښودل شي."

تېره ورځ امریکا له طالبانو سره دا تړون لاسلیک کړ چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار پرانیزي.

د تړون له لاسلیک کېدو وروسته ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې د طالبانو له مشرانو سره به وویني. خو ښاغلی پمپیو وايي نه پوهیږي چې ولسمشر ټرمپ به کله او چېرته له طالب مشرانو سره وویني.

څو ورځې مخکې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر او د پوځ لوی درستیز مارک میلي د استازو د خونې له غړو سره د دغه تړون په اړه خبرې وکړې. له هغوی وپوښتل شول چې په تړون خوم کوم پټ اړخ نشته، هغو وویل چې په دې اړه نه پوهیږي.

له دې هر څه سره بیا هم د تړون په اړه ډېرې پوښتنې شته دي. ښاغلي پمپیو وویل چې دا تړون "ژور، پیچلي او ښه سنجول شوي میکانیزمونه" لري چې په اساس یې امریکا د دخیلو اړخونو نظارت او له هغوی سره حساب او کتاب کولی شي.

خو د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر دا تړون "شفاف" وګاڼه او وویل چې په تړون کې له دې وراخوا هېڅ بله معامله نشته.