امریکا، افغانستان ته د مصنوعي تنفس ۱۰۰ دستګاوې ورکړې

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر راس ویلسن نن د مصنوعي تنفس ۱۰۰ دستګاوې د افغانستان حکومت ته تسلیم کړې.

راس ویلسن د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر ۱ (تلې ۱۰) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا دا مرسته په افغانستان کې له کروناویروس سره د مبارزې لپاره شوې ده.

هغه وویل: "د مصنوعې تنفس د سلو پرمختللو ماشینونو مرسته هغو کسانو ته د زیاتو تجهیزاتو زمینه برابروي چې په لومړۍ کرښه کې دي".

کابل کې د امریکا د سفارت د شارژدافیر په وینا د مصنوعي تنفس دا ماشینونه به روغتیايي کارکوونکي د دې جوګه کړي ترڅو د کروناویروس د سختو ناروغانو اړتیاوې پوره کړي.

ټاکل شوې چې د مصنوعي تنفس دغه الې (وینټلاټورونه) د افغانستان هغو ولایتونو ته ورکړل شي چې د کروناویروس له لوړ ګواښ سره مخامخ دي.

ښاغلي ویلسن وویل چې امریکا به د روغتیا په برخه کې په ځانګړي ډول د کروناویروس د مشکوکو پېښو د ازموینې ظرفیت په لوړولو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو پراختیايي ادارې ویلي چې ولایتونو ته د مصنوعي تنفس د الو د انتتقال او ځای پر ځای کولو په برخه کې به د افغانستان له روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

دغې اداري همدا شان ژمنه کړې چې له وینټلاټورونو څخه د سمې استفادې لپاره د روغتايي کارکوونکو د روزنې په برخه کې به مالي ملاتړ وکړي.