کابل کې يو شمېر ځوانانو د مينانو ورځ ونمانځله

په دې ورځ مینان یو بل ته د ګلو ګېډۍ ډالۍ کوي

د افغانستان په مرکز کابل او ځینو نورو سیمو کې یو شمېر ځوانانو د مینانو یا ولنټاین ورځ ونمانځله.

د کابل ګلفروشي کوڅه هغه ځای دی چې نن یکشنبه فبروري ۱۴ (سلواغه ۲۶) ګڼ شمیر مینان خپلو مینو ته په کې ګلان او ډالۍ پیري.

فاروق کاظمي یو له دغو ځوانانو څخه دی چې خپلې کوژدنې ته یې ډالۍ رانیولې ده.

هغه امریکا غږ ته وویل: "له دې لپاره چې هېواد کې روانو ناخوالو تر بل هر وخته د خلکو ذهنونه ځپلي، موږ باید دغه شان ورځې د خپل ځان او کورنۍ د خوښۍ لپاره یوه بهانه وګرځوو."

له بلې خوا د ګلانو او ډالیو پلورونکي وايي چې د ولنټاین رارسېدو سره یې کار تر بل هر وخته ښه چلیږي.

د ګلفروشي کوڅې یو هټیوال داوود په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "د ژمي له کبله د افغانستان بازارونو کې تازه ګلان نشته موږ تازه ګلان له هند نه افغانستان ته راوړو."

هغه زیاته کړه چې په څلورو میاشتو کې افغانستان کې تولید شوي ګلانو نه کار اخیستل کیږي او پاتې یې وخت کې د بهر نه راواردیږي.

د داوود په وینا افغانستان د ګلانو روزنې او تولید په برخې کې فارمونه نه لري.

د فبروري ۱۴ د مینانو نړیواله ورځ ده. که څه هم دغه ورځ روم کې په پخوانیو زمانو کې پیل شوې، خو په وروستیو لسیزو کې د نړۍ اکثرو هېوادونو له خوا لمانځل کیږي.