د ویکیلیکس مشر جولیان اسانج په لندن کې ونیول شو

اسانج په لندن کې نیول شوی دی

د لندن پولیسو د ویکیلیکس بنسټګر جولیان اسانج نیولی دی.
اسوشیتدپرس اژانس وايي چې ښاغلی اسانج له دې کبله نیول شوی چې محکمې ته حاضر شوی نه و.

نوموړي په ۲۰۱۲م کال کې د متحدو ایالتونو یو لړ نظامي او دپلوماتیک محرم اسناد افشا کړل او وروسته یې بیا د نیول کېدو له ویرې په برتانیا کې د اکوادور په سفارت کې پناه واخیسته چې تر دې دمه هلته اوسېده.

د اکوادور ولسمشر لنین مورینو په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د اسانج پناه غوښتنه یې ځکه رد کړه چې هغه په پرلپسې توګه نړیوال کنوانسیونونه مات کړي دي. د لندن پولیس وايي هغه به د محکمې تر غونډې پورې له پولیسو سره وي.

پر انټرنټ باندې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې پنځه شپږ پولیس ښاغلی اسانج د اکوادور له سفارت څخه وباسي او موټر کې یې کینوي.

د لندن پولیس وايي له هغه وروسته چې اکوادور د هغه پناه غوښتنه رد کړه، د دغه هېواد سفیر د لندن له پولیسو وغوښتل چې جولیان اسانج ونیسي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنت په خپل ټویټر کې د اکوادور د ولسمشر مننه کړې او لیکلي یې دي "اسانج اتل نه دی او هېڅوک تر قانون لوړ نه دي".

نوموړی داسې مهال نیول کیږي چې د ویکیلیکس ویبپاڼې یوه ورځ مخکې د اکوادور حکومت د ښاغلي اسانج پر ضد پر استخباراتي اقداماتو تورن کړ. ویکلیکس په اکوادور کې د ښاغلي اسانج د پناه غوښتنې ردول "ناقونه او د نړیوالو قوانینو خلاف " بللی دي.