په سترګو ړوند مهدي څنګه د ټیلیفون کرېډټ کارتونه پلوري؟

۴۵ کلن مهدي چې په سترګو ړوند دی او څه نه ويني، د کابل په درېیمه حوزه کې د پل سرخ په سيمه کې د ټیلیفونونو کریډت کارتونه پلوري.

که څه هم په سترګو څه نه ويني، خو خپلې ۸ کسيزې کورنۍ ته یې د روزۍ گټلو لپاره ملا تړلې ده.

هغه امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې د کارتونو پلورولو له لارې په ورځ کې ۱۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو ګټي خو ځينې وختونه ۱۰۰ افغانۍ هم نشي ګټلی.

مهدي څرنګه د کارتونو بېلابېل ډولونه او د پیسو نوټونه تشخیصوي؟

د امریکا غږ سره د مرکې پر وخت جوته شوه چې هغه ۱۸ جیبونه درلودل او د هرې شبکې د هر کارت بنډل یې ځانګړي جيب کې اېښودلی و. کله چې څوک ور څخه د یوې مشخصې تیلفوني شبکې کارت وغواړي نو هغه پوهیږي چې د کوم جیب نه هغه ته کارت راوباسي او یې پلوري.

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل ښار یو رونډ کار کوونکی

په زړه پورې دا ده چې مهدي افغاني پیسې د نوټونو د اندازې (اوږدوالي او بر) او د هغوی په څنډه کې د زیږ ليک نه پېژني.

هغه وايي څو وارې یې غلو کارتونه او پیسې غلا کړي خو ورځ تر بلې کوښښ کوي چې د خپلې لږې پانګې سره ډېر احتیاط وکړي.

مهدي وايي "دا ټولې ستونزې ځکه ګالم چې نغواړم چاته مې لاس اوږد کړم یا نغواړم اولادو ته مې څوک و وايي چې پلار یې ړوند دی او کار نشي کولی."

مهدی او کورنۍ یې په یوه کرايي کور کې ژوند کوي. هغه وایي "سهار له کوره وځم او دلته ۲۰ دقیقو کې د خپلې امساء په مرسته ځان رارسوم او د شپې تر ۹ پورې دلته کار کوم بیا خپلې لورکۍ سره بیرته ځم."

هغه وایي "زحمت باسم خو نپرېږدم چې لورکۍ او زامن مې له تعلیم نه پاتې شي غواړم هغوی په راتلونکې کې خپلې کورنۍ ته خدمت وکړي."

مهدي په افغانستان کې د ثور د کودتا په نتیجه کې د رامنځ ته شویو حکومتونو پر مهال د یوه بم د باروتو د دود له امله خپلې سترګې له لاسه ورکړي دا هغه وخت و چې مهدي ۱۲ کلن و.

د افغانستان د مرکزی احصايې د وروستۍ سروې له مخې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کلونو کې ۵۴،۵ فیصده افغانانو د فقر د کرښې لاندې ژوند کاوه.