د کندهار ولایتي چارواکي وايي، ناپیژاندو و سله والو د زابلولایت د شملزو پر ولسوال باندې نن د شنبې د ورځې (وږي ۲۴ مه) د کندهار په یوولسمه حوزه کې برید کې، چې په پایله کې هغه وژل شوی او زوی ټپي شوی دی.
د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې د شملزو له ولسوال سره يې زوی هم د وسله والو ترغلچکي برید لاندې راغلی او ټپي شوی دی.
نوموړی زیاته وي چې پوليس د پېښې د څرنګوالي په اړه تحقیقاتت کوي او پایلې به يې وروسته له مطبوعاتو سره شریکي شي.
ښاغلي عزیز وویل " د زابل ولایت د شملزو ولسوال مهمند نصرت یار چې کورنی يې په کندهار کې اوسیده، نن دوه بجې د وسله والو موټر سائکل سپرو تر غلچکي برید لاندې راغلی او وژل شوی، خو زوی يې ټپي دي، لمړني معلومات ښيي چې برید د دولت د مخالفو وسله والو طالبانو لخوا شوی".
د نصریات ورور او د زابل د شاجوی ولسوال وزیر محمد جوادي د خپل ورور د وژل کیدو پېښه تائید کړه او زیاته يې کړه چې د کندهار امنیتي ادارې باید د هغه د ورور د قاتلینو په نيول کیدو کې جدي هڅي وکړي.
بلخوا ته تېره شپه لس ګونه وسله والو طالبانو د زابل د نوبهار ولسوالۍ د سقوط لپاره لویه حمله کړې چې د چارواکو په وینا ۱۱ پوليس پکې وژل شوي.
د زابل د امنیت امر سمونوال جیلاني فراهي امریکاغږ اشنا رادیو ته یوازي د ۸ پوليسو د وژل کیدو تائید وکړ خو یوې بلي باوري امنیتي سرچينې وويل چې په یاده پېښه کې د پوليسو ۲ پوستو سقوط کړی ۱۱ پوليس پکې وژل شوي او ۳ نور پکې ټپیان دي.
خپله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.