غزني د ده یک ولسوالۍ امنیه قوماندان ماین چاودنه کې وژل شوی

( ارشیف) په افغانستان کې د کوچني اختر وروسته تاوتریخوالی زیات شوی

د غزني ولایتي چارواکي وايي، چې نن سهارد جولای اتمه ( چنګاښ ۱۸) د دغه ولایت د ده یک ولسوالۍ امنیه قوماندان حبیب الله د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د غزني د پولیسو ویاند وحیدالله جمعه زاده امریکا غږ ته وویل، چې نن سهار څلور نیمې بجې د دغه ولایت د ده یک امینه قوماندان حبیب الله د سپرلۍموټر د سړک د غاړې په ماین ختلی، چې له امله یې امنیه قوماندان او د هغه دوه ساتوونکي وژل شوي دي.

ښاغلي جمعه زاده وویل، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د ده یک ولسوالۍ پر څو امنیتي پوستو بریدونه کړي وو او امنیه قوماندان د خپلو سرتیرو مرستې ته روان وو، چې موټر یې د طالبانو له خوا په ایښودل شوي ماین وخوت.

د غزني د پولیسو ویاند وویل، چې د طالبانو برید په شاتمبول شوی او اوس په ده یک ولسوالۍ کې وضعیت بیرته عادي شوی دی.

وحیدالله جمعه زاده وویل، په جګړه کې طالبانو ته هم د سر زیان رسیدلی، خو هغه په دې اړه دقیق معلومات ورنکړل.

تراوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی. په دې وروستیو اونیو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر موټرو د ماین چاودنې زیاتې شوي دي.

د بلې خواد کابل په اولسمه حوزه کې د جمهوریت په څلور لارې کې نن سهار د پولیسو پر یو رنجر موټر مقناطیسي ماین چاویدلی، چې له امله یې د عیني شاهدانو پر وینا د پولیسو رنجر موټر وروستۍ برخه له منځه تللې ده.

تراوسه د کورنیو چارو وزارت په دې پیښه کې د پیښ شوي سر د زیان په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

همداشان د دې برید مسولیت هم کومې ډلې تراوسه په غاړه نه دی اخیستی.