کونړکې د نجونو ښوونځی او یو کلینیک په بمونو والوزول شول

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ د نجونو په دغه ښوونځي کې دوه نیم سوه انجونو زده کړې کولې

په کونړ ولایت کې چارواکي وايي چې تیره شپه وسله والو مخالفينو د دغه ولایت د ناړۍ په ولسوالۍ کې د نجونو يو ښوونځى او يو کلينيک په ماينونو الوزولي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخیل امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې دا دواړه پیښې تیره شپه يوه بجه د ناړۍ ولسوالۍ د ساو او شیرګل په سيمو کې رامنځته شوې دي.

کونړ دپوهنې ریاست مرستیال عبد القهار اخونزاده امریکا غږ ته وویل چې دشپې په یوه بجه وسله والو په ساو سیمه کې دانجونو یوه منځني ښووونځي ته ماینونه ایښي اوبیا یې ورته چاودنه ورکړې ده چې له امله یې ددغه ښوونځي د ادارې په شمول څلور خونې لمه منځه تلي او پاتې نورې خونې هم له کاره وتلي دي.

دپوهنې ریاست مرستیال وویل،چې وسلوالو دښوونځي ساتونکی هم له ځانه سره وړی دی. په دغه ښوونځي کې ۲۵۰ نجونو زده کړې کولې.

د پوهنې ریاست دغه مسوول ادعا کوي چې د انجونو په ښوونځي برید د بهرنیو وسله والو له خوا شوی دی.

د کونړ د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په دغه برید کې ددغه ښوونځي ودانۍ ته د زیات زیان د رسیدلو سربیره د دغه ښوونځي میزونه، څوکۍ او کتابونه هم له منځه تللي دي.

له دې وړاندې په نورګل ولسوالۍ کې هم وسله والو یو ښوونځی سوځولی وو

همداشان تیره شپه د ناړۍ په ولسوالۍ کې وسله والو یو روغتیایي مرکز هم الوزولی دی.

د کونړ امنیه قوماندان جنرال عبد الحبیب سیدخیل امریکا غږ ته وویل چې په ساو سیمه کې دغه روغتیایي مرکز باندې وسلوالو په دغه سیمه کې د انجونو پر ښوونځي باندې د برید یو ساعت وروسته دشپې په دوه بجې برید کړی او دا مرکز یې هم په ماینونو الو الوزولی دی.

د کونړ د عامې روغتیا د ریاست چارواکي وایي چې وسله والو د دغه روغتیایي مرکز د بریښنا د سولر سيستم او ځينې فرشونه هم له ځانه سره وړي دي.

د وسله والو طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.