ناهیلۍ کې نڅا؛ د طالبانو د مشر څرګندونو پر وړاندې سمبولیک اعتراض

د افغانستان د مقتدرو ښځو د خوځښت غړو او ځینو نورو معترضو ښځو، د ښځو په اړه د طالبانو د مشر وروستیو څرګندونو په وړاندې د اعتراض لپاره په " ناهیلۍ کې نڅا" تر عنوان لاندې د بندو دروازو شاته یوه اعتراضي غونډه وکړه.

ددغو معترضو ښځو د ادعا له مخې په دې وروستیو کې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په یو غږیز پیغام کې ویلي، چې افغانستان کې ښځې " اصلاح" شوي دي، خو امریکا غږ د پرله پسې هڅو سره سره د طالبانو د مشر دغه غږیز پیغام ترلاسه نه کړی شو.

اعتراض کوونکو ښځو د جمعې په ورځ جون دویم (غبرګولي۱۲) د طالبانو د مشر ددغو څرګندونو پر وړاندې د اعتراض په ډول نڅا وکړه.

همداشان دغو معترضو ښځو د برقو په پرسرولو سره پر خپلو لاسونو د "ښځې، ژوند او ازادۍ" شعار په لیکلو سره اعتراض وکړ.

اعتراض کوونکو په خپره کړې اعلامیه کې ټینګار کړی، چې په دغه سمبولیک حرکت سره غواړي طالبانو او د هغوی ملاتړو ته دا پیغام ورکړي، چې افغان میرمنې او نجونې د عدالت د پلي کیدو، ازادۍ او سړو سره د برابرۍ په برخه کې له خپل دریځ څخه نه په شاکیږي او د طالبانو د جنسیتي تبعیض د سیاستونو پر وړاندې به لا په ډیر قوت سره ودریږي.

په دې اعلامیه کې راغلي:" افغان میرمنې اصلاح وې او دا طالبان او د هغوی د منځنۍ پیړۍ افکار دي،چې ښځې او نجونې یې له یو کال څخه د زیاتې مودې راهیسې په کورونو کې بندیانې کړې دي او ټولې هغه ښځې، چې په ازادۍ او عدالت باندې باور لري له خپل نظره مجرمې ګڼي".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول پر خلکو په ځانګړي ډول پر نجونو اوښځو محدودیتونه لګولي دي.

په دې محدودیتونو کې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو په زده کړو د بندیز ترڅنګ په غیر حکومتي ادارو کې د ښځو په کار د بندیزونو ترڅنګ پر ښځو د سفر او له کور څخه بهر د حجاب د اغوستلو محدودیونه هم لګول شوي دي.

د طالبانو دا قدامات په پرله پسې ډول د بشري حقونو د سازمانونو او نړیوالې ټولنې د سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي او له طالبانو یې په عاجل ډول ددغو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنې کړي دي، خو طالبانو تراوسه د نړیوالې ټولنې دغو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

طالبان وايي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ورکولو ته ژمن دي.

یوې معترضي ښځې وویل، چې د افغان میرمنو په استازیتوب یې د طالبانو له خوا د ښځو د مادي، معنوي او طبیعي حقونو له منځه وړلو پر وړاندې د اعتراض لپاره په "ناهیلۍ کې نڅا" تر عنوان لاندې اعتراضي غونډه کې خپل غږ اوچت کړ.

دغې میرمنې وویل، چې په دې توګه یې وغوښتل، چې د ملګروملتونو او ددغې ټولنې امنیت شورا ته او هم نړیوالې ټولنې ته خپل شکایت ورسوي.

دغې میرمن وویل:" مونږ اعتراض کوونکې ښځې د خپلو برحقه او انساني غوښتنو څخه یوه ذره هم شاته تګ نه دی کړی، خو د دې له امله، چې د ویرې، ځپلو، نیولو، اختطاف، او په جبري توګه د ورکیدو فضا حاکمه ده، مونږ د مختلفو لارو غواړو د طالبانو د ښځو د ځپلو او تروریستي سیاستونو پر وړاندې اعتراض وکړو".

یوې بلې میرمنې د نوم د نه ښودلو په شرط ادعا وکړه، چې افغان میرمنې د طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او پر ښځو مخ په زیاتیدونکي ډول د محدودیتونو لګولو له امله په "بشپړه ناهیلۍ" کې ژوند کوي.

دغې میرمنې وویل:" نن مو په ناهیلۍ کې د نڅا د پروګرام لارې وغوښتل، چې څو شیبې په خوشالۍ کې تیرې کړو او تر ډیره د خوشالۍ نمایش وړاندې کړوپه داسې حال کې، چې دا واقعیت دی، چې نږدې دوه کاله کیږي، چې افغانستان کې د ښځو خوشالي تر خاورو لاندې شوې ده".

دغو معترضو ښځو دا اعتراضي په داسې حال کې کړی، چې تیره ورځ د ښځو د ملاتړ دوو ادارو وویل، چې افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې ښځې د ډیرو کارونو او کسب څخه منع شوي دي او په دغه هیواد کې زده کړو ته د نجونو لاس رسی ډیر زیات محدود شوی دی.

دغو ادارو په ټینګار سره وویل، چې که چیرې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د ښځو د وضعیت په برخه کې جدي اقدامات ونکړي په افغانستان کې یوانساني ناورین د پیښیدو په حال کې دی.