د افغانستان معترضي ښځې نړۍ ته: د افغان میرمنو تر څنګ ودریږئ

یو شمیر معترضو افغان میرمنو د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې د کمپاین په پیلولو سره د نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان میرمنو په څنګ کې ودریږي.

همداشان دغو میرمنو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژني، ځکه، چې ددغه ایتلاف په باور د طالبانو په رسمیت پیژندل "جنسیتي تبعیض" ته رسمیت ورکولو په معنی دي.

ددغه کمپاین یوه برخه واله او د افغان میرمنو د اعتراضي خوځښتونو د ایتلاف غړې ژولیا پارسي امریکا غږ ته وویل، چې په دې کمپاین کې هنرمندانو، شاعرانو، سینماګرانو او د ښځو د حقونو فعالانو ته بلنه ورکړل شوې، چې د اګسټ په ۱۵ افغان میرمنې ځانته پرینږدي.

د میرمن پارسي د وینا له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵ د افغانستان، ددغه هیواد خلکو او په ځانګړي ډول ښځو ته د تیارې ستنیدلو په معنی دی.

میرمن پارسي وویل: "هیوادوالو راځئ هغه خلک چې ډوډۍ، کار او ازادي نلري، مونږ سره یوځای شئ. له مونږ او زمونږ له غږ څخه ددې ډلې(طالبانو) پر خلاف ملاتړ وکړئ. د اګسټ په پنځلسم معترضي افغان میرمنې ځانته مه پریږدئ".

د حماسه بدخشاني په نوم یوې بلې معترضي ښځې په یو استولي ویډیوي پیغام کې د اګسټ پنځلسمه ورځ یوه " توره ورځ او افغانستان ته په غیر قانوني ډول د تروریستي ډلې داخلیدل" ګڼلي او د افغانستان له ټولو خلکو په ځانګړي ډول د رهبرانو او سیاسي مشرانو څخه یې غوښتي، چې په هرځای کې، چې دي د طالبانو پر وړاندې دې چپ نه پاتې کیږي.

میرمن بدخشاني ویلي: "قدرت غوښتنه او تعصب شاته پریږدئ او راشئ په افغانستان کې زمونږ معترضو ښځو سره یو غږ شئ او مه پریږدئ، چې نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه د تروریستي ډلې سره تعامل وکړي... د طالبانو په رسمیت پیژندل به تروریزم ته رسمیت ورکول وي".

د افغان فلم پخوانۍ رئیسه صحرا کریمي هم دغه کمپاین سره یو ځای شوې ده. میرمن کریمي په پیغام کې د اګسټ ۱۵ ورځ د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو ژوند ته د تیارې بیا ستنیدل ښودلي دي.

میرمن کریمي هم له نړیوالو غوښتي، چې طالبان په رسمیت ونه پیژني، ځکه، چې د میرمن کریمي په وینا طالبانو ته رسمیت ورکول "بربریت، تیارې، شاته تګ او جنسیتي تبعیض او ترورزیزم ته رسمیت ورکول" دي.

میرمن کریمي ویلي: "د افغان میرمنو سره یوځای شئ او هغوی په اعتراضونو کې ځانله مه پریږدئ".

یو افغان هنرمند شکیب سوزان، هم دغه کمپاین سره یوځای شوی دی. هغه په یو پیغام کې ویلي، چې د شرعي او انساني حقونو لپاره د افغان میرمنو د اعتراضونو څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي سوزان د نورو افغانانو څخه هم غوښتي، چې د افغان میرمنو له دغه کمپاین څخه دې ملاتړ وکړي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ افغانستان کې بیا واک ته ورسیدل. دغې ډلې د خپلې واکمنۍ په نږدې دوو کلنو کې پر خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

په دولتي ادارو کې یې ښځې له کار کولو منع کړي، د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو کې یې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی، په پوهنتونونو کې یې ښځې او نجونې له زده کړو منع کړي او هم یې د ښځو په سفر او له کور څخه بهر په جبري ډول د حجاب په اغوستلو مکلفې کړې دي.

ددغو محدودیتونو په دوام طالبانو په غیرحکومتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د ښځو په کار بندیز لګولی دی.