اوکرایني ځوانان واشنګټن کې د خپلو جګړه ځپلو وطنوالو دپاره مرستې راټولوي

"بولاوا" د یو رضاکار بنسټ نوم دی چې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته، دلته په واشنګټن ډي سي کې ځوانو اوکراینیانو جوړ کړیدی. دا بنسټ، د جګړه ځپلو، اړو اوکرایني وګړو لپاره مالي مرستې او د اړتیا وړ توکي راټولوي.

د بولاوا بنسټ ایښودونکې داریا پیچ په اصل کې د اوکراین ده او د تېرو نهو کلونو راهیسې په امریکا کې ژوند کوي.

هغه وايي، کله چې روسیې د هغې پر وطن یرغل وکړ، پوهېده چې باید مرسته وکړي. نو هغې یو څه د لومړني اړتیاوو شیان راټول کړل او واستول یې. هغې غوښتل چې نور شیان ولیږي او بیا یې ځینې نورو ملګرو وغوښتل چې ورسره مرسته وکړي.

میرمن پیچ وايي: " په یو وخت کې زموږ سره ۱۲ کسان وو او موږ پریکړه وکړه چې د یو ډلې د تنظیمولو وخت دی چې نه یوازې د دمګړۍ له اوکراین سره اوس مرسته وکړي بلکې د اوکراین په بیارغونه کې کار ته دوام ورکړي".

بولاوا، چې په اوکرایني ژبه کې د ډلې یا کلب معنی لري، د یو څو رضاکارانو لخوا جوړه شوې ډله ده. ددغې بنسټګر په خټه اوکراینیان دي او د واشنګټن په شاوخوا سیمو کې ژوند کوي.

دوی هره چهارشنبه یو نندارتون جوړوي چې دوی د اوکراین د سمبولونو سره شیان خرڅوي. ډیری ډیزاینونه د اوکراین د ماشومانو د انځورونو په اساس جوړ شویدي.

دا ډله په اوکراین کې د پیژندل شوو ډلو سره د مرستې لپاره لویې خیریه غونډې هم ترسره کوي.

د بولاوا غړی، ایوان کوبزی وايي: "موږ په اوکراین کې د ډیرو غیر انتفاعي او نورو سازمانونو او همدارنګه د ډېرو رضاکارانو سره کار کوو. او ځکه چې اکثره لوی مرسته کونکي د لویو سازمانونو سره مرسته کوي ، موږ هڅه کوو چې په ټیټه کچه د وړو ډلو سره مرسته وکړو.

تر اوسه بولاوا ۳۸ زره ډالر نغدي پیسې، درمل، شخصي محافظتي وسایل، د ماشومانو خواړه او د څه باندې ۸۰ زره ډالرو په ارزښت جامې راټولې کړې دي.

دغه درمل د واشنګټن په یو روغتون کې د نرس لخوا اداره کیږي.

د بولاوا رضاکاره، ایکاترینا کوشلبا وايي چې د شخصي روغتونونو، درمل جوړونکو شرکتونو او ډاکټرانو نه مرسته ترلاسه کړې.

مېرمن کوشلبا وايي: "زه، په اصل کې په اوکراین کې د روغتونونو مختلفې غوښتنې منم. موږ یې غوښتنې ارزوو. زه ګورم چې څه ممکن دي، دلته څه ترلاسه کول ناممکن دي. د مثال په توګه، موږ په مایکولیف کې د سرطان د مرکز نه یوه غوښتنه لرله. موږ وتوانیدلو چې له هغو سره مرسته وکړو".

د بولاوا رضاکاران وايي، لکه څنګه چې جګړه روانه ده، د مرستو راټولول ستونزمن شوي. خو دوی په دوامداره توګه په جګړه کې د ښکېلو زیانمنو کسانو لپاره د مرستې ترلاسه کولو د نویو لارو په لټه کې دي.