جولای میاشت کې ۲۳۲ ملکي افغانان وژل شوي ـ راپور

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي د تیرې جولای په میاشت کې زیات ملکي تلفات ننګرهار ولایت کې اوړیدلي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې " سي اې پي جي " نن د چهار شنبې په ورځ (زمري لسمه) په افغانستان کې د تیرې جولای په میاشت کې د ملکي تلفاتو په اړه په یو راپور کې ویلي، چې په دغه میاشت کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې ۲۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۱۳ تنه ټپیان شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله " سي اې پي جي " چې هره میاشت په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه راپورونه خپروي د جولای د میاشتې په خپل راپور کې ویلي، چې تیره میاشت تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ځانمرګو او هوایی بمباریو کې پیښه شوې ده.

" سي اې پي جي " په ډله کې تر شلو زیاتې غیر حکومتې ادارې او مدني ټولنې بنسټونه غړیتوب لري.

د دغې ډلې د راپور له مخې په جولای میاشت کې تر ټولو زیات تلفات په ننګرهار ولایت کې په ځانمرګو بریدونو کې پیښ شوي، چې له ننګرهار وروسته په کابل، پکتیا او کندز ولایتونو کې ملکیانو ته ډیره مرګ ژوبله اوړیدلې ده.

د دغه راپور له مخې تیره میاشت په ځانمرګو بریدونو کې افغان هندوانو او سیکانو ته هم مرګ ژوبله اوړیدلې ده، چې په تیرو اوږدو کلونو کې افغان هندوانو او سیکانو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله ده، چې د ننګرهار په ولایت ورته رسیدلې ده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې د ډلې د شمېرو له مخې، په تېره جولای میاشت کې د ملکي وژل شو کسانو په شمېر کې د جون د میاشتې پرتله د پام وړ زیاتوالی را غلی، خو د ټپیانو په شمېر کې بیا د جون د میاشتې پرتله په جولای کې کموالی لیدل کیږي.

" سي اې پي جي "ډلې د ثبت شوو شمېرنو له مخې په تېره میاشت ۲۳۲ ملکي افغانان وژل شوي او۳۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د دغې ډلې د راپور له مخې د جون په میاشت کې ۱۵۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵۵ نور ټپیان شوي وو.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیز احمد تسل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د جولای په میاشت کې ډیرملکي تلفات په ځانمرګو او هوایي بریدونو کې پیښ شوي دي

ښاغلي تسل وویل " زموږ معلومات ښيي، چې د تېرې جولای په لومړۍ، لسمه، یولسمه، نهویشتمه ، دیرشمه او یو دیرشمه نېټه جلال اباد ښار کې یوازې ځانمرګو بریدونو څه باندې ۷۰ کسان شهیدان او له ۵۰ زیات يې ټپیان کړي دي. همدارنګه کابل کې هم د ځانمرګو بریدونو له کبله ۲۱ کسان شهیدان او تر ۸۰ زیات ټپیان شوی دي".

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د تیرې میاشتې د راپور پر اساس د پکتیا ولایت په زرمت، د کندز ولایت په چهاردره او د ننګرهار ولایت په خوږیاڼیو ولسوالیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د بمباریو له کبله د لومړنیو معلوماتو پر اساس تر ۴۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.