هند کې د کروناویروس ضد مبارزې لپاره د غوا میتیازو څښل

په هند کې یوې ډلې هندوانو پدې باور چې گواکې د غوا میتیازې (ادرار) څښل د کروناویروس مخه نیسي، د میتیازو څښلو محفل جوړ کړی دی.

دغه محفل د شنبه په ورځ مارچ ١۴ (کب ٢۴) په نوي ډیلي کې د هندوانو په عمومي اتحادیه کې جوړ شوی و او شاوخوا ٢٠٠ کسانو په کې گډون کړی و. ټولو ګډونوالو د کروناویروس د مخنیوي په هیله د غوا میتیازې وڅښلې.

اوپرکاش چې پدغه محفل کې یې گډون کړی و د رویترز خبري اژانس ته وویل: "مونږ د ٢١ کالو راهیسې د غوا میتیازې څښو او د غواگانو په فاضله موادو لامبو. مونږ هیڅکله ددې احساس ندی کړی چې د انګریزانو درملو ته اړتیا ولرو."

د غوا د میتیازو نه جوړ شوي مواد چې د ږیرې خرېیلو وروسته کارول کیږي

د هند د اسام ایالت یو مشر د روانې میاشتې په پیل کې د پارلمان په عمومي غونډې کې وړاندیز وکړ چې د غوا میتیازې او فاضله مواد کولای شي د کروناویروس د درملنې لپاره وکارول شي.

د هند د صدراعظم نریندرا مودي د واکمن گوند مشران د غوا له میتیازو څخه د سرطان ناروغۍ د درملو په توگه استفاده کولو ملاتړ کړی دی.

هندیان د غوا له میتیازو نه حتی د داسې یو شمیر موادو د تولید لپاره استفاده کوي چې په ورځني ژوند کې ترې استفاده کیږي.

هندوان غوا سپیڅلې بولې او ددې هیواد یو شمیر اوسیدونکي د مختلفو ناروغیو په وړاندې د مبارزې لپاره د غوا میتیازې څښي.

د طب متخصصینو په وار وار ټینگار کړی دی چې د غوا میتیازې د هیڅ مرض درملنه نشي کولای او هیڅ داسې شواهد نشته چې د کروناویروس مخنیوی دې وکړي.

ددغه محفل جوړونکي هیله من دي چې ددې هیواد په مختلفو برخو کې دا ډول محفلونه جوړ کاندي.