ایران کې د مظاهرو دوام؛ '۳۱ مظاهره چیان وژل شوي' او حکومت انټرنیټ محدود کړی

په ایران کې نږدې یوه اوونۍ کیږي چې خلک په بیلا بیلو ښارونو کې د یوې ځوانې نجلۍ په مړینې د اعتراض څرګندولو په خاطر مظاهرې کوي.

سره له دې چې د ایران رسمي ارقام ښیي پدې مظاهرو کې تر اوسه یوازې ۱۷ تنه وژل شوي خو د بشري حقونو د دفاع یوه ډله چې مرکز یې د سویډن د اوسلو په ښار کې دی، وایي ددې مظاهرو د پیل راهیسې په تیرو ۶ ورځو کې، د ایران امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۳۱ ملکیان وژلي دي.

ایراني چارواکو همدرانګه نن پنجشنبه سپټمبر ۲۲ (وږۍ۳۱) په ځینو ځایونو کې انټرنیټ ته لاسرسی محدود کړی. د فارس نیمه سرکاري خبري اژانس ویلي چې د انسټګرام او وټس اپ خدمات بند شوي.

ایران تر دې وړاندې د فیس بوک، ټویټر او نورې ټولنیزې شبکې هم تړلې وې او د دې پاڼو تر تړل کیدو وروسته ګڼ شمیر خلکو هلته د وټس اپ او انسټګرام څخه ډیر کار اخیسته.

ځینې ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، پکې ښودل کیږي چې میرمنې د سرونو څخه ټیکري لیرې کوي او بیا ورته اور اچوي او یا خپلې کاوڅۍ پرې کوي.

یو شمیر میرمنو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د جامو اغوستو د بڼې له کبله ویره لري چې ښایي د اخلاقي امنیت پولیس به یې ونیسي.

د نازنین په نامه یوې ۲۳ کلنې نرسې ویلي، "زه ویره لرم. هغوي (پولیس) باید د خلکو سره په هیڅ ډول په تقابل کې رانشي او یا د خلکو په جامو کار ولري".

د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې هم په ایران کې د میرمنو د حقونو په موضوع خبرې وشوې.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د چارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د وینا پر مهال وویل، " مونږ نن د ایران د زړورو میرمنو او وګړو سره ولاړ یو چې د خپلو اساسي حقونو د خوندیتوب لپاره مظاهرې کوي."

څو ورځې مخکې د ایران «اخلاقي پولیسو» د مهسا امیني په نوم یوه ایرانۍ توقیف کړه چې په توقیف کې مړه شوه. د هغې د مړینې وروسته په ایران کې د اجباري حجاب په ضد پراخ اعتراضونه او مظاهرې پیل شوې دي.

ښاغلي بایډن په دې برخه کې د ایران د ښځو مظاهرې وستایلې او هغوی یې زړورې وبللې. نوموړي وویل چې امریکا به یې تر څنګ ولاړه وي.

بایډن زیاته کړه: "نن د ایران د زړورو خلکو او زړورو ښځو تر څنګ ولاړ یو چې همدا اوس د خپلو اساسي حقونو څخه دفاع کوي."

ښاغلي بایډن همدغه راز وویل چې هېواد یې د امنیت شورا د پراخېدو ننګه کوي چې په خبره یې د افریقا او لاتینې امریکا په ګډون د نورو هېوادونو ښه نمایندګي وشي. هغه وویل: "متحده ایالتونو د شورا د دایمي او غیر دایمي غړو د زیاتېدو ننګه کوو."

د مهسا امیني په نامه ۲۲ کلنه پیغله چې د کردستان ولایت اوسیدونکې وه تیره اوونۍ په تهران کې د "اخلاقي امنیت پولیسو" لخوا تر نیول کیدو څو ساعته وروسته د کوما په حالت کې روغتون ته یوړل شوه او دوه ورځې وروسته همالته مړه شوه.