د دوامداره سولې په اړه د امریکا او افغان حکومتونو تازه ژمنې

Afghanistan US Russia and China Flags

د افغانستان او امریکا حکومتونه په افغانستان کې د سولې او ټېنګښت لپاره یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیې کې په افغانستان کې د جګړې ختمولو او سولې د راتلو لپاره په څلورو ټکو ټېنګار شوی دی.

دا ګډه اعلامیه د شنبې په ورځ (فبروري۲۸) ولسمشر غني، د امریکا د فاع وزیر مارک اسپر او د ناټو عمومي منشي سټولتنبرګ په کابل کې خپره کړه.

د اعلامیې د خپرولو پر مهال د افغانستان ډېر شمېر سیاسي مشران هم په مراسمو کې وو.

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې امریکا به د افغان ځواکونو سره خپلې مرستې او همکارۍ روانې ساتي او د هغوی کلکه ننګه کوي.

اعلامیه وايي " د پراخ بنسټه او دوامداره سولې "توافق به څلور برخې لري:

۱ -دا تضمین چې د افغانستان له خاورې به هیڅ ډول نړیوالې تروریستي ډلې یا افراد، د متحده ایالاتو او د هغوی

د متحدینو امنیت ته ګواښ نه جوړوي.

۲ -له افغانستان څخه د ټولو امریکايې او ائتلافي ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش.

۳ -د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو او د افغانستان اسلامي جمهوریت لخوا د یوه ټول شموله مرکچي ټیم له لوري

طالبانو سره د خبرو اترو په نتیجه کې سیاسي توافق ته رسېدل.

۴ -تلپاتی او پراخ بنسټه اوربند.

په دغو څلورو برخو کې یې دوې لومړنۍ برخې هغه څه دي چې د امریکا-طالبانو ترمنځ په تړون کې هم پرې ټېنګارشوی دی.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ اعلان وکړ چې له طالبانو سره د تړون د لاسلیک کېدو سره همهاله به له افغان حکومت سره هم یوه ګډه اعلامیه خپروي.

ولسمشر ټرمپ ویلي که طالبان د تړون په ټولو شرایطو بشپړ عمل وکړي، له افغانستان څخه به د امریکايي ځواکونو ویستل پړاو په پړاو پیلوي.

دا اعلامیه داسې مهال خپره شوه چې په قطر کې د امریکا طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو.