په جنوبي اسیا کې پر سیاستوالو باندې خونړیو بریدونو ته کتنه

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان په یو احتجاجي لاریون کې له مرګاني برید څخه ژوندی ووت.

د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې دسیسه ددغه هېواد په تاریخ کې یوه کم‌سارې پیښه په ګوته کوي خو په یوې ډیرې عامې نړیوالې پدیدې باندې رڼا اچوي.

د امریکا د ویسټ پواینټ د تروریزم سره د مبارزې مرکز د څیړنې له مخې، سیاسي وژنې د اوږدې مودې راهیسې د بشر د تاریخ یوه برخه ده چې ډیری وختونه په هغو هیوادونو کې پیښیږي چې محدوده سیاسي سیالي، قوي قطبي سیاسي فضا او تقسیمات ولري.

دغه مرکز د ۲۰۱۵ کال په یو راپور کې ویلي، دا شرایط کولی شي په ځانګړې توګه د ټاکنو او کورنیو شخړو پر مهال د سیاسي مشروعیت د کمېدو او د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شي.

جنوبي اسیا په معاصر تاریخ کې د سیاسي وژنو مرکز ګرځېدلی دی. مهاتما ګاندي په ۱۹۴۸ کې د یو افراطي هندو ملتپال لخوا ووژل شو چې له مسلمانانو سره د ګاندي د خواخوږۍ له امله ناراضه و.

د تاریخ لیکونکي رامچندرا ګوها په وینا، د ګاندي وژنې د هند ملت ته ټکان ورکړ، خو د ملي یووالي غوښتنه یې هم وهڅوله، مهمو سیاسي مشرانو جواهر لال نهرو او ولابه بای پټیل د هند د یووالي لپاره خپل اختلافات پریښودل.

دا ډول سیاسي تاوتریخوالی چې د ګاندي ژوند یې واخیست، یوازې په هند پورې محدود ندی. د جنوبي اسیا په ټولو هېوادونو کې، پرته له بوتان او مالدیف، ملي مشران په ډزو او یا د ځانمرګو په بریدونو کې وژل شوي دي. په داسې حال کې چې د دولت مشران په مکرر ډول په نښه شوي ، ډیری نور سیاسي مشران، له وزیرانو نیولې د پارلمان تر غړو پورې هم قرباني شوي دي.

د تروریزم سره د مبارزې مرکز څیړنې موندلې چې په وروستیو لسیزو کې په جنوبي اسیا کې سیاسي وژنې ډیرې شوي، چې ۷۶ سلنه یې د ۱۹۸۰ لسیزې له نیمایي راهیسې پیښي شوي دي.

دلته په ټوله سیمه کې سترو سیاسي وژنو یا هڅو او د هغو پایلو ته کتنه شوې ده.

افغانستان

محمد داوود خان (اپریل ۲۷، ۱۹۷۸): د افغانستان لومړنی ولسمشر د خلق دموکراتیک ګوند د کیڼ اړخو په کودتا کې له خپلې کورنۍ سره ووژل شو او په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد په ملاتړ حکومت رامنځته شو.

نورمحمد تره‌کی (اکتوبر ۹، ۱۹۷۹): د پخواني شوري اتحاد په ملاتړ لومړنی ولسمشر د صدراعظم حفيظ الله امين په امر ووژل شو. د هغه وژنه د سیاسي جبر د زیاتوالي لامل شو او پر افغانستان باندې د شوروي یرغل ته یې لاره هواره کړه.

حفيظ الله امين (دسمبر ۲۷، ۱۹۷۹): د شوروي د خاصو ځواکونو لخوا د تاج بيګ په ماڼۍ باندې د چاپې پر مهال ووژل شو او ورسره پر افغانستان باندې د شوروي یرغل او د لسیزو جګړ پیل شوه.

محمد نجیب الله (سپتمبر ۲۷، ۱۹۹۶): د افغانستان دغه پخوانی ولسمشر د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته شکنجه او اعدام شو او د طالبانو د واک لومړۍ دوره پیل شوه.

برهان الدین رباني (سپتمبر ۲۰، ۲۰۱۱): د افغانستان پخوانی ولسمشر د سولې عالي شورا مشر وو او په کابل کې د یو ځانمرګي بریدګر له خوا چې ځان یې د طالبانو د سولې استازی معرفي کړی وو، ووژل شو. دې وژنې د سولې خبرې اترې ګډوډې کړې او بې ثباتي پراخه شوه.

پاکستان

لیاقت علي خان (اکتوبر ۱۶، ۱۹۵۱): د پاکستان پر لومړني صدراعظم باندې په راولپنډۍ کې په یوه سیاسي غونډه کې ډزې وشوې او وروسته په روغتون کې مړ شو. د هغه قاتل د پوليسو له خوا وژل شو، خو قضيه لا نه ده حل شوې. د لیاقت علي خان وژنې پاکستان له دموکراسۍ څخه لیرې کړ او د اوو کلونو لپاره یو پوځي مشر واک ترلاسه کړ.

بې نظیر بوټو (دسمبر ۲۷، ۲۰۰۷): پخوانۍ صدراعظمه په یوه سیاسي غونډه کې په ځانمرګي برید او ډزو کې ووژل شوه. د هغې وژنې په پاکستان کې د تاوتریخوالي او لاریونونو څپې رامنځته کړې او په راتلونکي کال کې د بوټو د پاکستان خلکو ګوند د بیا راپورته کیدو لامل شو.

عمران خان (نومبر ۳، ۲۰۲۲): پخوانی صدراعظم په یو احتجاجي لاریون کې له مرګاني برید څخه ژوندی ووت. دا برید د پاکستان د سیاسي قطبي کیدو او ګواښونو زیاتېدو لامل شو.

بنګله دیش

شیخ مجیب الرحمن (اګست ۱۵، ۱۹۷۵): د بنګله دیش د بنسټ ایښودونکي په توګه پیژندل کیده، مجیب الرحمن د اردو افسرانو لخوا د یوې خونړۍ کودتا په ترڅ کې د خپلې کورنۍ سره یوځای ووژل شو. د هغه وژنه د پوځي واکمنۍ او د سیاسي بې ثباتۍ د دورې لامل شوه.

ضیاء الرحمن (اګست ۳۰، ۱۹۸۱): د بنګله دیش په دوهم لوی ښار چټاګنګ کې د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې د پوځ پخوانی مشر او ولسمشر ضیاءور له خپلو شپږو ساتونکو او دوو همکارانو سره ووژل شو. له کبله یې ګډوډۍ زیاتوالی وموند او نظامي واکمني پراخه شوه.

هند

موهنداس کرمچند ګاندي (جنورۍ ۳۰، ۱۹۴۸): په ډیلي کې د خپل ورځني لمانځه په وخت د یو ښي اړخي سیاسي فعال په ډزو ووژل شو. وروسته ادعا وشوه چې بریدګر د مسلمانانو سره د ګاندي د خواخوږۍ له کبله هڅول شوی و. دې وژنې د ګاندي پیروان وهڅول چې د هند متحد کولو لپاره توپیرونه شاته پریږدي.

اندرا ګاندي (اکتوبر ۳۱، ۱۹۸۴): د خپلو دوو سک محافظینو لخوا په خپل استوګنځي کې په ډزو ووژل شوه. دا وژنه ظاهرا د سکانو په یوه مشهور زیارت کې د پوځي عملیاتو په غچ کې ترسره شوه. ددې وژنې له کبله د سک ضد پاڅون او د پراخ سیاسي ناورین پیل شو.

راجیو ګاندي (می ۲۱، ۱۹۴۸): د تامل ایلام د ازادۍ پړانګانو د غړي په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو، چې اوس په سريلانکا کې ممنوع شوې ډله ده. دا وژنه د تامل پړانګانو پر ضد د مبارزې لامل شوه او د سریلانکا لپاره د هند بهرنۍ تګلاره بدله شوه.

نیپال

پاچا بیرندرا (جون ۱، ۲۰۰۱): د ولیعهد شهزاده ډیپیندرا لخوا د کورنۍ د اتو غړو سره ووژل شو چې د کتمندو په شاهي ماڼۍ کې د کورنۍ غونډې پرمهال یې ډزې وکړې. له کبله یې په نیپال کې پاچاهي له منځه ولاړه او د پام وړ سیاسي بدلون رامنځته شو.

سريلانکا

سلیمان بندرناییک (سپتمبر ۲۶، ۱۹۵۹): د سریلانکا څلورم صدراعظم په خپل استوګنځي کې د یو بودايي راهب لخوا په ډزو ووژل شو او په دغه هېواد کې د سیاسي بې ثباتۍ او په حکومت کې د بدلونونو لامل شو.

رانا سینګ پریماداسا (می ۱، ۱۹۹۳): د سریلانکا دریم ولسمشر د تامل پړانګانو د یو غړي په په یو لوی ځانمرګي برید کې له ۲۳ نورو کسانو سره ووژل شو. دې وژنې د سری لنکا کورنۍ جګړه پراخه کړه او د تامل ایلام د ازادۍ پړانګانو پر وړاندې د حکومت اقدامات پیاوړي شول.