امریکا کې یو افغان د دوو کسانو د قتل په تور نیول شوی  

پولیسو د مشکوک کس د موټر دا تصویر خپور کړی دی

د امریکا د نیو مکسیکو په ایالت کې پولیس چارواکي وایي د البوکورکي په سیمه کې یې یو ۵۱ کلن افغان د دوو نورو مسلمانانو د وژنې په تور نیولی دی.

پولیس چارواکي د نیول شوي افغان نوم محمد سید ښيي او شک کېږي چې په دوو نورو قتلونو کې به هم لاس لري.

د پولیسو مشر هارولډ ماډینه په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي‌ دي چې چارواکو هغه موټر تعقیبوه چې ګمان کېږي د قتل په یوې قضیې کې دخیل و.

هغه لیکلي‌ دي: "موټروان نیول شوی دی او هغه زموږ لپاره په دغو قتلونو کې اصلي مشکوک کس دی".

په نیو مکسیکو کې د مسلمانانو ټولنې غړو هم پلټونکو ته ځینې معلومات ورکړي وو چې په اساس یې د شک ګوته محمد سید ته نیول کېدله. پولیس وايي ښاغلی سید څو کاله مخکې امریکا ته راغلی دی.

ویل کېږي‌ چې د قتل انګیزه «مذهبي» ده. سیمه ایز راپورونه وايي‌ د مشکوک کس،‌ چې سني‌ مسلمان دی، یوه لور له شیعه هلک سره واده کړی و، خو پولیسو په دې اړه په مشخص ډول څه ونه ویل او وايي‌ پلټنې روانې دي.

د یو وژل شوي کس ورور محمد امتیاز حسین، چې د پاکستان دی، ویلي دي چې د مشکوک کس په نیولو لږ ارام شوي دي خو غواړي د قتل په انګیزې او د نیول شوي‌ کس په اړه نور هم پوه شي.

هغه وویل: "دا موږ ته یوه هیله راکوي‌ چې حقیقت به څرګند شي. موږ غواړو پوه شو چې ولې".

یو کس د جمعې په شپه وژل شوی او درې تنه نور څه موده مخکې په ډزو کې ووژل شول. پولیس وايي هڅه کوي پوه شي چې دا قتلونه له یو بل سره تړاو لري‌ که نه.

دغو پېښو په سیمه کې په مسلمانانو کې ویره پیدا کړې ده. ولسمشر بایډن هم دا پېښې وغندلې او ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه "په امریکا کې ځای نلري".

پدې ایالت کې دوه پاکستاني اتباع، د اګست او جولای په میاشتو کې وژل شوي وو. پولیس وایي د یو پاکستاني مړی چې عمر یې ۲۷ کاله و، د اګست په لومړۍ نیټې وموندل شو او د یو بل تن مړی د جولای د میاشتې په ۲۶ مې موندل شوی و.

پولیس وایي پدې هکله تحقیقات کوي چې معلومه کړي آیا د دریو کسانو قتل د هغه افغان د پیښې سره تړاو لري او که نه چې د ۲۰۲۱ کال د نومبر د میاشتې په اوومه نېټه د نیو مکسیکو د البوکورکي په ښار کې وژل شوی و.

د نیو مکسیکو والۍ میشل لوجان ګریشم پدې بریدونو غصه څرګنده کړې او پدې ایالت کې یې د میشتو مسلمانانو سره خواخوږي ښودلې ده. میرمن ګریشم په ټویټر کې لیکلي، "د البوکورکي په ښار کې د مسلمانانو هدفي وژنې په ژوره توګه د غصې وړ او په بشپړه توګه د نه زغم دي".

والۍ همدارنګه ویلي چې د البوکورکي ښار ته نور ایالتي پولیس استوي چې د پیښې په هکله په تحقیقاتو کې مرسته وکړي.

په عین حال کې د امریکا-اسلامي اړیکو شورا په یوې اعلامیې کې ویلي هغه چا ته ۱۰ زره امریکایي ډالر انعام ورکوي چې د دې مسلمانانو د قاتل د نیول کیدو په خاطر معلومات ورکړي.