پېښور کې د ښځو د حقونو د یوې مبارزې گواښونکی بندي شوی

د پېښور یوې محکمې د دوشنبې په ورځ د بشري حقونو فعالې او د یوې غیر دولتي موسسې مشرې گلالۍ اسماعیل ته په ټولنیزو رسنیو د مرگ د گواښونو په جرم یو کس زنداني کړیدی.

دا لمړنې ځل ندې چې په پاکستان کې یو کس په ټولنیزو رسنیو دین ته د سپکاوي په تور په نښه کیږي.

گلالۍ اسماعیل د هغې نه وروسته محکمې ته خواست وکړ چې د پښتونخوا یو اوسیدونکي حمزه خان د خپل فیس بک په پاڼه یوه ویډیو خپره کړه چې په هغې کې یې د خلکو وغوښتل، گلالۍ اسماعیل د اسلام او د پښتنو د کلتور توهین کړیدی او خلک دې د هغې په ضد راپاسي.

د دغې ویډیو د خپریدو نه وروسته په لسگونو تنو په مردان کې د هغې په ضد مظاهره وکړه چې یې پکې د پاکستان د پوځ په پلوۍ او د غیر دولتي موسسو په ضد شعاورنه لگول.

گلالۍ اسماعیل امریکا غږ ته وویل "د محکمې دغه پریکړه چې گواښونکی یې زنداني کړیدی، زما بری دی، او د هغه ټولو ښځو بری دی چې په ټولنیزو رسنیو پرې فشار اچول کیږي چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته نه کړي."

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان په تاریخ کې داسې یو کس زنداني شویدي چې په ټولنیزو رسنیو یې یو بل کس ته د مرگ گواښونه کول.

گلالۍ زیاته کړه "په پاکستان کې دا ډیر اسان کار دی چې په یو چا مذهب ته د سپکاوي تور ولگاوه او د هغه غږ غلی کړه او په خاصه توگه هغه کسان چې د بشري حقونو لپاره کار کوي. ما غوښتل چې ځوانانو ته پیغام ورکړم چې هغه کسان چې غواړي په دوي دروغ الزامونه ولگوي، هغوي دې د عدالت غوښتنه وکړي او د محکمې مرسته دې وغواړي."

گلالۍ وایي چې هغه کسان چې په ټولنیزو رسنیو نور کسان راپاوري، هغه ترهگر دي. خو زیاتوي چې دغه کسان نه گرموي ځکه چې "د پاکستان حکومت چې په تعلیمي نظام کې د کوم ډول سختدریځۍ تبلیغ کوي نو د دې ځوانانو نه به هم دا جوړیده."

د گواښونکي په ضد د محکمې د پریکړې نه وروسته په پاکستان کې د مدني او بشري حقونو فعالینو په دغه کار په خپل فیس بک او ټویټر خوښي څرگنده کړه.

بینا سرور چې په اسلام اباد کې د بشري حقونو فعاله ده، هغې وویل چې د محکمې دا پریکړه نورې جینکۍ زړه ورې کوي چې هغوي هم د چا نه ونه ویریږي او د دغه ډول ځورونکو په ضد قانوني اقدامات وکړي.

د سوات سره تعلق لرونکې نادیه خان امریکا غږ ته وویل " گلالۍ یو ډیر مهم گام پورته کړو، باید دا بلې کومې ښځې نه وې کړی، ځکه چې په ټولنیزو رسنیو داسي نارینه په اکثریت کې دي چې جینکۍ ځوروي. ځینو جینکو خو په دی وجه ځانونه د ټولنیزو رسنیو نه هم لیري ساتلي دي. دا یو ډیر ښه کار وشو. گلالۍ هغه ټولو ښځو لپاره هیله پیدا کړیده چې د داسې ځورونو سره مخ دي"

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د ٢٠١٧ کال د اپریل په میاشت کې د عبدالوي خان پوهنتون یو محصل مشال خان په پوهنتون کې نورو محصلینو په وهلو وهلو مړ کړی و او په هغه یې دا تور لگولی و چې په خپل فیس بک یې د دین خلاف خبرې لیکلي.