هلمند کې د الوتکې د لویدلو پیښه کې ٧ تنه وژل شوي

هلنمد د ګرمسیر ولسوالۍ د ډیورنډ د کرښې سره نږدې پرته ده

په افغانستان د امریکایي ځواکونو یو ویاند وایي د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته د اذربایجان د هوایي چلند اړوند د "سیلک وی" یوه الوتکه د هلمند ولایت د دویر د پوځي هوایي اډې څخه د الوتلو په ترڅ کې لویدلې او اوه کسان په کی وژل شوي دي.

هغه وایي چې په الوتکه نهه تنه سپاره وو، اوه یې مړه شوي او دوه تنه یې د درملنې لپاره د کندهار ولایت په پوځي اډې کې روغتون ته لیږدول شوي دي.

دمخه د هلمند ولایت امنیتي چارواکو ویلي وو چې دا پېښه د هلمند ولایت په شمالي ولسوالۍ ګرمسیر کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ناټو یوې اکمالاتي الوتکې په دویر پوځي اډه کې د ناستې پر مهال اور واخیست.

د دې پېښې لامل تخنیکي ستونزې ښودل شوي دي.

د هلمند یو امنیتي چارواکي، چې د نوم له څرګندولو یې ډډه وکړه امریکا غږ ته وویل، په دې پېښه کې د الوتکې څلور کارکوونکي وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

دغه امنیتي چارواکي وویل، دا الوتکه له یو آذربایجاني شرکت څخه چارټر شوې وه، چې پر وینا یې د پېښې اکثره قربانیان هم آذربایجاني او اوکرایني دي او تر اوسه د ۵ آذربایجاني، ۳ اوکرایني او یو ازبک هویت تثبیت شوی دی.

اذربایجاني رسنیو ویلي دغه الوتکه انتونوپ ۱۲ ډوله روسیې تزانسپورټي الوتکه وه چې په پیښه کې ۹ تنه سپاره ټول وژل شوي دي.

هغه په دې پېښه کې د وسله‌والو مخالفینو لاس لرل رد کړل. د پریکنده ماموریت ملاتړو ځواکونو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغې الوتکې په دویر پوځي اډه کې ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو دنده درلوده. د دویر اډه په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو دویمه لویه پوځي اډه ده.

دا اډه ایران او پاکستان ته نږدې د ډیورنډ کرښې ته څیرمه په ګرمسیر ولسوالۍ کې پرته ده او لا تر اوسه افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوې نه ده.

زابل او ارزګان کې خپل‌ منځي بریدونه

د زابل امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د مرکز کلات ښار په ترنګ سیمه کې تیره شپه یوه پولیس د خپلې پوستې شپږ پولیس په ډزو وژلي دي.

د زابل د امنیت امر غلام‌جیلانی فراهي امریکا غږ ته وویل، پېښه د پولیسو تر څیړنو لاندې ده.

دغه‌ راز د ارزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې یو په ولیس په ورته برید کې خپل درې ملګري وژلي دي.

د څارمن عبدالله په نوم د دهراوود ولسوالۍ د پولیسو یو مقام امریکا غږ ته وویل، چې بریدکوونکی له برید وروسته له وسله‌والو مخالفینو سره یو ځای شوی دی.

له درې ورځو راهیسې د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ د دولت د وسله‌والو مخالفینو په محاصره کې ده او لا هم په دغې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو تر منځ سخته جګړه روانه ده.