پاکستان کې د پولیو واکسین د کمپاین په لومړۍ ورځ یو پولیس وژل شوی

په پاکستان کې دا اونۍ د پولیو د واکسین کمپاین دوام لري. (د ارشیف عکس)

په پاکستان کې د دوشنبې په ورځ، فبروري درېمه (سلواغه ۱۵) د هېواد په کچه د پولیو واکسین د کمپاین په لومړۍ ورځ، چارواکو وویل چې د واکسین کوونکو د امنیت د ساتنې لپاره ګومارل شوی یو پولیس د وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د پوليسو محلي چارواکي زرمت خان فرانس پرس ته وويل، د پولیسو دغه افسر ددغه ایالت په جمرود کې د پوليو د واکسيناتورانو سره سفر کاوه چې تر برید لاندې راغی.

زرمت خان وويل: "دوو موټرسايکل سپرو په هغه ډزې وکړې. پولیس د پیښې په ځای کې مړ شو."

پاکستان او افغانستان یوازینی دوه هیوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکې لمنځه نده تللې او وسله وال د لسیزو راهیسې د واکسین ټیمونه او د هغوی امنیت ساتونکي په نښه کوي.

په پاکستان کې په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۷۳ د پولیو د ناروغۍ تازه پیښې بثت شوې وې، چې په ۲۰۲۳ کال کې د یوازې شپږو پېښو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د واکسيناسيون دا کمپاين چې د دوشنبې په ورځ پيل شو، د روان کال لومړنی د پولیسو ضد کمپاین دی چې يوه اوونۍ به دوام وکړي او په ترڅ کې به یې له ۴۴ میلیون زیاتو د پنځه کلونو څخه د ټیټ عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیسو واکسین تنطبیق شي.

زرمت خان وويل: "د پېښې سره سره، په سيمه کې د پوليو د واکسين کمپاين دوام لري." په سیمه کې د پولیسو یو بل جګپوړي چارواکي عبدالحمید افریدي هم د برید جزیات تائید کړل او ویې ویل چې پولیسو "پلټنې پیل کړي" دي.

د فرانس پرس د راپور له مخې، پاکستاني طالبانو د برید پړه منلې او ادعا یې کړې چې د وژل شوي پولیس افسر وسله یې هم ضبط کړې ده.

افغانستان ته څېرمه د خيبر پښتونخوا ایالت ډیرې برخې د اورپکو د فعاليتونو مرکز بلل کیږي. پاکستاني طالبان په سیمه کې تر ټولو فعاله ډله ده.

دا مطلب هم ولولئ په پاکستان کې د ګوزڼ زیاتېدونکې پېښې

د پولیو واکسین ددغې ناروغۍ د مخنیوي لامل بلل کیږي، خو په تیرو کلونو کې د واکسین لسګونه کارکوونکي او د هغوی ساتونکي وژل شوي دي.

په تیرو څو کلونو کې، دیني عالمانو په ادعا کړې چې د پولیو په واکسین کې د خنزیر غوړ یا الکول شامل دي، او دا یې د مسلمانانو لپاره حرام بللی دی.

په وروستیو کلونو کې بریدونو پر هغو پولیسو تمرکز کړی چې د واکسیناتوران سره یوځای کور په کور ګرځي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د یکشنبې په ورځ د طبي کارمندانو او د نړیوالو مرستندویه ادارو له استازو سره له کتلو وروسته د واکسین کمپاین پیل کړ.

پاکستان غواړي چې افغانستان سره ورسره په ګډه د پولیو د واکسین کمپاین پیل کړي. افغان طالبانو د سپتمبر په میاشت کې د کور په کور پولیو د واکسین کمپاین ودراوه او والدین یې اړ کړل چې خپل ماشومان د واکسین کولو لپاره ټاکلو ځایونو ته بوځي.

ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي دي.