ناڅرګندو وسله والو پکتیا کې یو څارنوال وژلی

هغه تیره شپه په ګردېز ښار اړوند سیمو کې وژل شوی دی.

د پکتیا ولایت د استېناف څارنوالۍ یو څارنوال څارنیار محمد حسنیار د ناڅرګندو وسله والو برید په کې وژل شوی دی.

د پکتیا والي محمد حلیم فدايي نن جمعه مارچ ۱۲(کب ۲۲) ویلي چې یاد څارنوال تیره شپه د ګردېز ښار اړوند خطابې کلي کې وژل شوی دی.

هغه زیاته کړې چې امنیتي ارګانونو د پېښې په اړه څېړنې پيل کړي دي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ هم ویلي چې د پکتیا د استیناف څارنوالۍ د عمومي سزا څارنوالۍ څارنوال محمد حسنیار د ناڅرګندو کسانو به برید کې وژل شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې نوموړي تر ۲۰ کلونو زیات د لویې څارنوالۍ اړوند د عدالت د تامین او د قانون د حاکمیت په برخه کې دنده ترسره کړې ده.

لویې څارنوالۍ د یادې پېښې د غندلو ترڅنګ د یو پلاوی لخوا د څېړنو پیلولو خبر هم ورکړی دی: "د لویې څارنوالۍ رهبري د داسې اسلام ضد او انسانیت ضد پېښو د غندنې تر څنګ، د دغې پېښې د جدي څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکلی او د یادې شوې پېښې عاملان به تر پېژندلو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري."

تر دا مهاله د دغه پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د میرویس صمدي په نوم یو بل څارنوال هم د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې کمپنۍ سیمه کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې ووژل شو.