غزني کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې اوه ولسي خلک ووژل شول

تصویر: ارشیف

په غزني کې چارواکي وايي د سړک غاړې یو ماین په چاودنې کې د ماشومانو او ښځو ګډون اوه ولسي خلک وژل شوي دي.

پېښه نن یکشنبه اګست ۲۳ (وږي۲) د غزني د خوګیاڼیو په ولسوالۍ کې شوې ده.

د غزني د والي‌ ویاند وحیدالله جمعه زاده امریکا غږ ته وویل چې د ولسي خلکو دغه موټر روان و چې ناببره پرې د سړک غاړې ماین وچاودېده.

په وژل شویو کسانو درې ښځې، دوه ماشومان او دوه نارینه دي.

نوموړي طالبان د دغې پېښې مسول وګڼل.

په همدې حال کې د غزني چارواکي وايي طالبانو د خوګیاڼیو او قره باغ ولسوالیو په ځینو برخو بریدونه کړي دي.

د افغان ځواکونو یو ویاند علي شکاري امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو دغه بریدونه یې په شا تمبولي دي.

نوموړي وايي چې په دغو بریدونو کې ۱۵ طالب وسله وال وژل شوي او اوه نور یې ژوبل دي.

وسله والو طالبانو لا د حکومتي چارواکو د دغو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.