په جرمني کې پولیسو جمعه ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۳۰) د سعودي عربستان یو "ملحد" مهاجر چې په جرمني کې یې پناه اخیستی وروسته تر هغه ونیو چې د کرسمس په یو بازار کې یې خلک په موټر ووهل.
د جرمني مقاماتو ویلي چې تورن شخص طالب جواد العبدالمحسن نومیږي او له ۲۰۰۶ کال راهیسې په جرمني کې اوسیږي. هغه د ماګدبورګ ښار ته څېرمه د برنبورګ په ښار کې د رواني ناروغیو د ډاکټر په توګه کار کاوه او د معلوماتو له مخې له جهادیانو سره یې هیڅ ډول څرګنده اړيکه نه درلوده.
هغه ۵۰ کلن او د سعودي عربستان د یوې شیعه مذهبه کورنۍ غړی دی چې په جرمني کې یې پناه اخیستی او خپل ځان یې ملحد او "د اسلام ضد" معرفي کړی دی.
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د شنبې په ورځ ډسمبر ۲۱ (مرغومي اول) د کرسمس په یو ګڼه ګوڼه بازار کې د هغه ځای لیدنه وکړه چې دغه کس د خلکو له ګڼې ګوڼې سره خپل موټر ټکر کړ پنځه تنه یې ووژل او تر ۲۰۰ ډیر یې ټپیان کړل.
شولتز دا پیښه د «یو سخت ناورین» په توګه وغندله او ژمنه یې وکړه چې جرمني به برید ته "د قانون په بشپړ ځواک سره" ځواب ورکړي، خو پداسې حال کې یې د ولس ترمنځ د یووالي غوښتنه وکړه چې جرمني د فبرورۍ په میاشت کې د عمومي ټاکنو په لور روان دی په کومو ټاکنو کې چې د مهاجرت او امنیت په مسلې تاوده بحثونه روان دي.
دا پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې اته کاله وړاندې د برلین د کرسمس په بازار کې د یو جهادي برید په پایله کې ۱۳ تنه وژل شوي وو.
پیښه د برلین څخه ۸۰ میله لیرې جنوب لویدیځ خوا ته د ماګدبورګ په ښار کې شویده. پولیسو ویلي چې د پیښې په وژل شویو کې یو کمکی ماشوم هم شامل دی.
د ماګدبورک والي رینر هاسیلاف په خبري کنفرانس کې وویل، "مرتکب مو نیولی، د سعودي عربستان یو ډاکټر دی چې د ۲۰۰۶ راهیسې په جرمني کې دی".
هغه دا پیښه د خپل ښار او ټول هیواد لپاره "فاجعه" وبلله. د جرمني دې چارواکي زیاته کړه چې په برید کې د مشکوک شخص سره بل چا مرسته نده کړې.
سره لدې چې په جرمني کې چارواکو تر اوسه د نیول شوي مشکوک بریدګر په هکله نور معلومات ندي ورکړي خو پدې هیواد کې مطبوعاتو ویلي چې هغه طالب A نومیږي او د عقلی عصبي ډاکټر و.
په مطبوعاتو کې ویل شوي چې پیښه په سیمه ایز وخت د ماښام په ۷ بجو شوې او دا چې د برید پر مهال بازار له خلکو ډک و.
یو شمیر ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې پکې ښودل کیږي چې د پولیسو کمانډوګان د یو سخت خراب شوي موټر سره نږدې یو تن نیسي چې ږیره لري او عینکې یې په سترګو دي.
پولیسو همدارنګه ویلي چې دا موټر تقریباً ۴۰۰ مټره په بازار کې دننه په خلکو ورغی ، په وینو کې لت پت خلک، ماتې شوې ښیښې او ټوټې پرچې د ښار په مرکزي څلور لارې کې هرې خوا ته پرتې وې.
د جرمني صدراعظم اولف شولتز د ایکس په شبکې کې لیکلي چې د ماګدبورګ په ښار کې پیښې تر ټولو ناوړه ویره خپره کړې.
ښاغلي شولتز د وژل شويو او ټپي شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ژغورنې مامورینو څخه یې مننه کړې.
پولیسو ویلي چې په برید کې د BMW موټر څخه کار اخیستل شوی و.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت او داخلي امنیت خدماتو ادارو تازه خبرداری ورکړی و چې د کرسمس یا مسیحانو اختر په ورځو کې ډیر بیدار وي.
تر دې دمه د برید انګیزه نده معلومه او د جرمني چارواکو یې هم ملامتي په کومې ډلې نده اچولې خو تر دې وړاندې په جرمني کې یو شمیر پیښې شوې و چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې یې د کولو ادعاې کړې وې.
د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې یو تن د شولینګن په ښار کې خلک په چاقو ووهل، درې تنه یې ووژل او اته نور یې ټپي کړل. پولیسو ددې پیښې په تړاو یو تن ونیوه او د برید کولو ادعا داعش کړې وه.
همدارنګه د جون په میاشت کې یو افغان د مانهیم په ښار کې یو پولیس په چاقو وواهه او وې واژه.