په ننګرهار کې ناپیژاندو کسانو یو زیارت په بمونو الوځولی

جلال اباد سره نږدې د میاه علي صاحب په زیارت کې یو عصبي ناروغ د علاج په هیله دیره شوی

د اخون نساء په نوم دغه زیارت چې د بټي کوټ په ولسوالۍ کې وو د سیمې د اوسیدونکو په وینا شاوخوا څلور سوه کاله قدامت یې درلود.

د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب امریکا غږ ته وویل، چې وهابي وسلوالو تیره شپه دغه زیارت په بمونو الوزولی دی.

نوموړی وايي، چې د زیارت سره په څنګ کې یو جومات هم یو څه تخریب شوی دی.

ولسوال وايي، چې دغه زیارت ته به تر ډېره مار چيچلي خلک په دې عقیده ورتلل، چې ګوندې ژر به جوړ شي.

د سلفیانو ډلې د بټي کوټ د ولسوال د دغې ادعا په وړاندې تر اوسه غبرګون ښودلی نه دی.

د اخون نساء په نوم دغه زیارت د ننګرهار په ولایت کې د ګوتو په شمیر زیارتونو کې شامل دی چې ډیر خلک یې زیارت ته د دعا لپاره ورځي.

د افغانستان د نورو برخو په څیر په ننګرهار کې هم ډیر خلک د خپلو غوښتنو او هیلو د پوره کولو لپاره زیارتونو ته مخه کوي.

هغوی د خپلو هیلو او غوښتنو د پوره کیدلو لپاره کله کله نذرونه هم ورکوي.

په افغانستان کې دیني عالمانو په څرګنده توګه زیارت ته د خلکو له تللو سره مخالفت نه دی ښودلی.

د اویایمې لسیزې په وروستیو کې په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په کلنو کې زیات شمیر افغانان بهرنیو او په ځانګړې ډول خپلو ګاونډیو هیوادونو ته کډه شول چې ورسره هغوی حنفي مذهب د پیروانو ترڅنګ د عربي هیوادونو د دیني عالمانو سره هم آشنا شول چې ورسره یو شمیر افغان دیني عالمانو په هغه لاره عبادت او د دیني مراسمو نمانځل پیل کړل چې تر ډیره په عربي هیوادونو کې مسلمانان پرې عمل کوي او ځانونو ته سلفُ الصالحین یا سلفیان وایي.

د دغه شمیر نظریاتو لرونکومسلمانانو له له مفکورو سره د افغان سني عالمانو د کلک مخالفت سره سره بیا هم پاکستان سره د افغانستان په ځینو سرحدي ولایتونو کې ځینو دیني عالمانو د خپل دیني عبادتونو لپاره دا نوې لاره خپله کړه.

دا شمیر دیني عالمان د لمانځه د اداکولو او هم زیارتونو ته تګ، د مړو پسې د خیرات او یو شمیر نورو دیني او ټولنیزو مسلو په باب د دیوبندي عالمانو د نظریاتو په خلاف نظریات لري چې په افغانستان کې یې دمخه ملاټړي د ګوتو په شمیر وو.