په کابل کې ځانمرګي برید لږ تر لږه اوه تنه ووژل

صویر د نننۍ پېښې نه دی

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت ته نژدې په یو ځانمرګي‌ برید کې لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي‌ او ۱۵ نور ژوبل دي.

د کابل پولیس وايي، نن د یکشنبې په مازیګر (چنګاښ ۲۴ مه) د کابل ښار په شپږمه حوزه کې یو ځانمرګي بریدګر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکي وچاول، چې له امله یې اوه تنه وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ د رسنیو د چارو سلاکار حشمت الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل لومړني معلومات دا ښيي، چې بریدګر پلی روان وو او د کلیو د پراختیا وزارت په لومړي قرول کې ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چې اوه تنه یې وژلي او پنځلس تنه نور یې ټپیان کړي دي.

ښاغلي ستانګزي وویل، چې تر اوسه د پیښې د قربانیانو هویت لا څرګند نه دی، چې ایا دا د کلیو د پراختیا د وزارت کارکوونکي وو او که نور کسان وو.

هغه وویل، د برید په ځای کې څو نور دفترونه هم شته.

خو د کلیو د پراختیا د وزارت ویاند فریدون اژند امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، ځانمرګي بریدګر د دغه وزارت د کارکوونکو د موټرو ذ پارکینک سره نږدې ځان ته چاودونه ورکړې، چې له امله یې شپږ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. هغه وویل، چې دا لومړني معلومات دي او کیدای شي د مړو او ټپیانو شمیر نور هم زیات شي.