په کابل کې ځانمرګي برید ۱ کس وواژه او ۱۵ یې ټپیان کړل

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند امریکا وویل د پېښې اکثره قًربانیان د لویې څارنوالۍ ملکي کارکوونکي دي

چاودنه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د کابل د شپږمې حوزې اړوند د دارالآمان پر سړک د سناتوریم روغتون ته نږدې د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د عملې پر موټر شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل یوه ځانمرګي برید کوونکي له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د دارالآمان په سیمه کې هغه مهال چاودنه ورکړه، چې د افغانستان د لویې څارنوالۍ د مامورینو د عملې موټر له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو.

ښاغلي دانش وویل، د پېښې اکثره قربانیان د لویې څارنوالۍ ملکي کارکوونکي دي.

نجیب دانش زیاته کړه، چې په دغه برید کې ټپي کسان روغتون ته لیږدول شوي او د هغوی روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ وباله.

د کورنیو چارو وزارت د دغه برید پړه د وسله‌والو طالبانو په غاړه اچولې ده او دا برید یې په کلکو ټکو غندلی دی.

د کورنیو چارو له وزارت څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله‌وال طالبان د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د مخامخ جګړې توان نه‌لري او د داسې بریدونو په ترسره کولو هڅه کوي چې په خلکو کې ویره خپره کړي.

بل‌خوا وسله‌والو طالبانو د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی او د لسګونو څارنوالانو د مرګ ژوبلې ادعا یې کړه ده.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې نننۍ برید د هغوی یوه ملګري کړی او له څلویښتو زیاتو څارنوالانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ودانۍ چې پخوا د کابل ښار په شهرنو سیمه کې موقعیت درلود، اوسمهال د دغه ښار په لویدیځه څنډه کې دارالآمان ته لیږدول شوې ده.