غور کې ځانمرګي برید کې یوه نجلې وژل شوې او پنځه تنه ټپیان شوي

د غور ولایتي روغتون رئیس وايي د پنځه ټپیانو له ډلې چې روغتون ته وروړل شوي د یو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

د غور ولایتي چارواکي وايي، نن د جمعې په ورځ شاوخوا دولس نیمې بجې د دغه ولایت مرکز فیروزکوه کې په یوه کور کې چاودنه شوې، چې له امله یې یوه شپږ کلنه نجلې وژل شوې او د هغې د کورنۍ پنځه نور غړي ټپیان شوي دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا یو ځانمرګي برید وو، چې د بریدګر مړی لا هم د پیښې په خای کې پروت دی.

هغه وویل، چې په دې برید کې یوه شپږ کلنه ماشومه وژل شوې، یو دولس کلن ماشوم، یوه څوارلس کلنه نجلې، یوه ښځه او دوه سړي چې د یوې کورنۍ غړي دي ټپیان شوي دي.

تراوسه لا دا معلومه نه ده، چې بریدګر ولي ځان پوړې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

خو د غور امنیه قوماندان جنرال غلام مصطفی محسني امریکا غږ اشنا راډیو ته ددې پیښې په اړه وویل، چې تراوسه لا داپه بشپړه توګه څرګنده نه ده، چې دا ځانمرګی برید وو او که د چاودیدونکو توکو چاودنه وه.

جنرال محسني وویل، دا احتمال شته چې په دې کور کې به د ځانمرګو بریدونو لپاره واسکټونه ساتل کیدل او کیدای شي چې د واسکټ د اغوښتلو پر وخت چاودنه شوي وي.

د غور امنیه قوماندان وايي، په کوم کور کې چې چاودنه شوې، هغه د مولوي عبدالرحمان کور دی چې د غور ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي مرستیال والي سره همکاري کوي.

د غور ولایت دغه چارواکی وايي، د پیښې په هکله پلټنې پیل شويدي.

د غور ولایتي روغتون رئیس ډاکټر جمعه ګل یعقوبي وايي، دغه روغتون ته د پیښې له ځایه په وروړل شوو ټپیانو کې د یو ماشوم روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

تراوسه د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د دغې پیښې په اړه تبصره نه ده کړې.

د غور په ولایت کې د وسله والو طالبانو سربیره په دې وروستیو میاشتو کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والې ډلې د شتون او فعالیتونو په اړه هم رپوټونه ورکړل شوي، خو افغان امنیتي ادارو په رسمي ډول په دغه ولایت کې د داعش فعالیتونه نه دي تائید کړي.