د تحریک طالبان پاکستان څو وسله وال په افغانستان کې وژل شوي – راپور

د پاکستان پوځ د اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ډلې وسله والو ته پناه ورکړې ده، خو طالبانو حکومت دا ادعاوې ردې کړي دي.

په امریکا کې میشت د "اې ایس ایل يي ډي" په نوم څیړنیز مرکز (د وسله والو نښتو د پیښو او ځای د معلوماتو پروژه) د راپورونو له مخې ویلي چې د پاکستان پوځ د روان ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د وسله والو پرخلاف د افغانستان په خاوره کې درې بریدونه ترسره کړي دي.

ددغه څیړنیز مرکز دا راپور چې د جمعې په ورځ جولاۍ پنځم (چنګاښ ۱۵) یې خپور کړی په کې د راپورونو له مخې ویل شوي چې د پاکستان د پوځ په دې بریدونو کې د پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د وسله والې ډلې نږدې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

تراوسه د طالبانو حکومت د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د پوځ د جون د میاشتې د بریدونو په اړه څه نه دي ویلي، همداشان په خپلواک ډول هم د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د پوځ ددغو بریدونو تائید نه دی شوی.

په راپور کې ویل شوي: "د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو فعالیتونو د پاکستان د ګاونډي افغانستان سره چې ټي ټي پي وسله والو ته په پناه ورکولو یې تورنوي اړیکې خړې پړې کړي دي. د پاکستان حکومت دا منلې چې د افغانستان په دننه کې یې عملیات کړي دي او ادعا یې کړې چې ترهغې د وسله والو ډلو له خوا د پاکستان پر خلاف ګواښونه له منځه نه وي تللي بریدونو ته به دوام ورکړي".

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف تیره اونۍ وویل چې د "عزم استحکام" د پوځي عملیاتو پر مهال که چیرې ددغه هیواد پوځ اړتیا وویني د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې پر خلاف به د افغانستان په خاوره کې هم عملیات ترسره کړي.

د پاکستان حکومت د روان کال د جون په ۲۲ (چنګاښ دوېیم) په دغه هیواد کې د تروریستي ډلو له منځه وړلو لپاره د "عزم استحکام" پوځي عملیات چې تر ډیره به د خیبرپښتونخوا ایالت کې ترسره شي اعلان کړل.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د خواجه اصف دا څرګندونۍ 'یو ناسنجیده عمل او د اوبو خړولو' هڅه بللې او ویلي یې دي چې دا راز څرګندونې د هېچا په ګټه نه دي.

دغه وزارت په خپل ایکس پاڼې کې ویلي: ''د پاکستان رهبرۍ ته په کار ده، هېچاته اجازه ور نه کړي چې په د حساسو موضوعاتو کې داسې حساسيت‌ پاروونکې څرګندونې وکړي. ''

دغه وزارت ویلي: " که هر څوک په هره پلمه او عنوان زموږ پر حریم تجاوز وکړي د عواقبو مسئولیت به یې په خپله غاړه وي. د افغانستان اسلامي امارت اصولي دریځ دا دی چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په وړاندې وکارول شي."

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت یو ځل بیا ویلي چې هیچاته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرخلاف وکاروي.

په پاکستان کې هم یو شمیر سیاسي ګوندونو او سیاسي مشرانو د پاکستان د حکومت دغو عملیاتو سره مخالفت ښودلی دی.

پاکستان اوس مهال ددغه هیواد په شمال لویدیځو سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې بریدونو سره لاس او ګریوان دی، چې ددغې ډلې او د پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې د روان کال د جون په میاشت کې هم روانې وې.

په امریکا کې د میشت "اې ایس ایل يي ډي" څیړنیز مرکز د راپور له مخې دغه نښتې د لوی اختر په ورځو کې (جون ۱۷ څخه تر ۱۹) کمې شوې وې.

ددغه مرکز په دې راپور کې د خیبرپښتونخوا ایالت د لکي مروت په سیمه کې د پاکستان د پوځ په یو موټر باندې برید ته چې په کې اوه پوځیان وژل شوي وو هم اشاره شوې ده.

په دې راپور کې ویل شوي چې ددغه برید دوه ورځې وروسته د پاکستان د پوځ په متقابل برید کې لږ تر لږه یوولس پاکستاني طالبان ووژل شو.

ددې سربیره ددغه مرکز په راپورت کې ویل شوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په اوږدو کې د قاچاق او د تروریستي ډلو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د پاکستان د پوځ له خوا د سختو محدودیتونو د لګولو له امله دا اقدامات په سرحد کې د سیمې د اوسیدونکو د اعتراضونو سره مخ شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د اوږدو میاشتو پرلت وروسته د چمن په سرحدي ښارګوتي کې کله چې پولیسو د پرلت کوونکو مشران ونیول تاوتریخوالی راپیښ شو چې د یو زیات شمیر اعتراض کوونکو او د پاکستان د امنیتي ځواکونو د منسوبینو د ټپي کیدو سبب شو.