ناپیژاندو وسله والو دایکنډي کې یوه ښځه په ډزو وژلې ده

په وروستیو کلونو کې افغانستان کې د ښځو د وژلو پیښې زیاتې شوي دي.

د دایکنډي په ولایت کې چارواکي وايي، چې د سه شنبې په ورځ ( زمري لومړۍ) ناپیژاندو وسله والو د دغه ولایت د خدیر په ولسوالۍ کې پر یوې شپنې ښځې ډزې کړي او وژلې یې ده.

د دایکنډي امنیه قومنداني د جنایي څانګې مدیر محمد مجاهد د دغې ۴۰ کلنې ښځې وژل کیدل امریکا غږ اشنا ته تائید کړل.

ښاغلي مجاهد وویل، چې د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی، چې اوس مهال ترې پلټنې روانې دي.

د دایکنډي ولایت د ښځو چارو رئیسه ذکیه رضايي هم امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې دا پیښه تائید کړه ، خو ویې ویل، چې ممکن د خدیر په ولسوالۍ کې وژل شوې ښځه د حقوقي دعوا له امله وژل شوې وي.

میرمن رضايي وویل " دا ۴۰ کلنه ښځه شپنه وه او یو سړي سره یې حقوقي دعوا لرله، چې د سه شنبې په ورځ د غرمې وروسته په څلورو بجو د حقوقي دعوا لرونکو له خوا پرې ډزې شوي او وژل شوې ده".

د دایکنډي ولایت د ښځو چارو رئیسه وایي، چې په دغه ولایت کې سږکال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي دي.

میرمن رضايي وايي د ښځو چارو ریاست د روان ۱۳۹۸ لمریز کال په لومړیو څلورومیاشتو کې په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۳ قضیې یې ثبت کړي دي.

د دې پیښې دوه اونۍ وړاندې غیر مسولو وسله والو د دایکنډي ولایت د اشترلي په ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې په ‌‌ډزو د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه تنه وژلي وو.

د دایکنډي په ولایت کې د ښځو د حقونو یوه ملاتړې میرمن سودابه موحدي وايي، چې د دغو پیښو د زیاتیدو یو لوی علت په دغه ولایت کې د غیر مسولو وسله والو ډلود شمیر زیاتوالی دی.

میرمن موحدي وویل " ښځو وژل، تجاوز او دغسې نورې قضیې له بده مرغه په دایکنډي کې ډیرې پیښیږي، خو متاسفانه د هرې ورځې په تیریدو سره د دغو قضیو شمیر زیاتیږي او حتی، چې پر ښځو باندې ډله ییز تیری کیږي".

د ښځو د حقونو فعالانې د قانون څخه تیښته او د معافیت فرهنګ د دغسې پیښو د زیاتیدو د عامل په توګه ویني او د افغانستان د عدلي او قضایي ادارو څخه د قانون د پلي کیدو غوښتنه کوي.