د طالبانو په حکومت د ستانکزي‌ انتقاد؛ ښځو ته خپل حقوق ورکړئ 

شیر محمد عباس ستانکزی د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دی

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي، چې په دوحه کې هم د طالبانو استازی و، د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې ښځو ته د تعلیم او نور «شرعي‌ حقوق» ‌ورکړي.

ښاغلي‌ ستانکزي‌ نن یکشنبه مۍ ۲۲ (لیندۍ لومړۍ) په کابل کې د طالبانو د یو پخواني مشر، ملا اختر محمد منصور، د تلین په مراسمو کې خبرې کولې چې «په ملي راډیو تلویزون» کې هم خپرې شوې. ملا منصور شاوخوا شپږ کاله مخکې په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شو.

شیر محمد عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان کې ښځو ته خپل حقوق ورکړل شوي‌ نه دي، او هغه له طالب مشران وغوښتل چې دا حقوق باید ورکړل شي.

نوموړي وویل: «موږ په افغانستان کې له پخوا وینو چې زموږ په کلیو، قریو او ولسوالیو کې د ښځو هغه شرعي حقوق چا نه دي‌ورکړي، تراوسه پورې کونډه خپل اختیار نلري چې مېړه وکړي، پيغله خپل اختیار نلري چې مېړه وکړي، ښځې ته په میراث کې حق نه دی ورکړی حتی ښځه خپل میراث غوښتلای نشي‌ او چې ویې غواړي ټوله دنیا ورپور خاندي‌..»

د طالبانو د پوهنې وزارت څه موده مخکې د تعلیمي کال له پیل کېدو سره سم د نجونو متوسطه او عالي‌ لېسې تر نامعلومې مودې پورې بېرته وتړل او وویل چې دا ورته د «لوړ مقام» څخه «هدایت» شوی دی. خو ښاغلي ستانکزي په دغې پرېکړې انتقاد وکړ او په زغرده یې د نجونو ته د تعلیم غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه: «د تعلیم حق [نجونو/ښځو ته] چا نه دی ورکړی، تعلیم شته نن په افغانستان کې خو کما حقه نشته، ور دې کړي‌ که نه حق، دا ښځې به اسلام چېرې زده کوي، شرعیت به چېرې زده کوي، خو په مدرسه او مکتب کې به یې زده کوي ‌که نه... د افغناستان نیمه جامعه ښځې دي،‌ نیم نفوس یې ښځې دي،‌ که دا نفوس ۴۰ میلیون وي، ۲۰ میلیون یې ښځې دي. ښځې ته باید هغه حقوق ورکړل شي چې خدای، رسول او زموږ افغاني‌ دود او کلتور یې بولي. باید ورته ورکړل شي،‌ ولې نه ورکول کېږي.»

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي چې دوی هڅه کوي‌ چې «نجونو ته د شرعیت او افغانستان د دود مطابق» د زده کړو چاپېریال برابر کړي، خو ښاغلي ستانکزي وویل چې«دا د حکومت دنده ده چې د فساد مخنیوی وکړي» او په خبره یې د فساد د یوې پېښې له کبله نباید ټول له پامه وغورځول شي.

نړیوالې ټولنې، د افغانستان د ښځو او نجونو د حقوقو کورنیو‌ او بهرني مدافعانو او عادي افغانانو د طالبانو دا پرېکړه په کلکه غندلې ده او دا یې د «ټولنې د نیمايي برخې فلج کېدل» بللي‌ دي.

ښاغلی ستانکزی داسې مهال د نجونو د تعلیم او حق په اړه خبره کوي چې تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني‌ د سي‌ان ان سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل د نجونو د تعلیم په اړه به ښه خبر واورېدل شي،‌ خو هغه نور معلومات ورنکړل.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په کابل کې بیا واکمن شول او ورسره سم یې خپل حکومت اعلان کې چې په ټوله کابینه کې یې یوه ښځه هم نشته او ټول یې د «طالبانو د امارت» غړي دي.‌ طالبانو همدغه را د ښځو په کار، سیاسي او مدني فعالیتونو او ازاد تګ راتګ باندې هم کلک بندیزونه لګولي‌ دي.

نړیواله ټولنه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د ځینو نورو شرایطو تر څنګ، د همه شمول حکومت جوړول او د ښځو حقونو ته درناوی غواړي.