ستانکزی: امریکا دې بیرته راشي او د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي له متحده ایالاتو سره د دوستۍ هیله ښودلې او ویلي دي طالبان ټول عمر د امریکا سره دښمني نه کوي، بلکې غواړي چې امریکا بیرته ورشي او د افغانستان په بیا رغونه کې ونډه واخلي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېد د دوهمې کلیزې په مناسبت ستانکزي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې د نړۍ ټول هيوادونه د افغانستان دپاره نمایندګان او سفيران لري خو ټول په دوحه کې کار کوې.

ستانکزي‌ وویل: "زموږ لخوا هېڅ مشکل نشته، شرایط ورته اماده دي. د یو ملک لپاره د نماینده ټاکل او ورسره ليدل کتل زما په فکر په رسمیت پيژندل دي. موږ دې ټولو ملکونو سره په تماس کې یو او زه اميد کوم چې دا ټول به خپل سفارتونه زر کابل ته منتقل کړي. زه په دې مطمئن یم چې کله امريکا موږ [په رسمیت] وپېژني نو نور هيوادونه به هم موږ وپیژني."

د طالبانو د بیاواکمنېدو د دوو کلونو پوره کېدو سره تراوسه هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت ندی پیژندلی او نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي، باید د ښځو، اقلیتونو او نورو بشري حقونو ته درناوی وکړي، ټولشموله حکومت جوړ کړي او پرې نږدي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد وکارول شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په افغانستان کې د افراطیت د زیاتېدو اړوند د پاکستان د وروستیو اندیښنو په اړه وویل چې هغه هیوادونه چې د سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره مخ دي، د خپلو خلکو د پام اړولو لپاره دې پړه پر افغانستان نه اچوي.

ستانکزی د نجونو پر زده کړه د طالبانو بندیز ته په اشارې وایي چې د افغاني دود او شریعت په رڼا کې د نجونو تعلیم د دوی‌ طبیعي او شرعي حق دی او طالبان مکلف دي چې د نجونو پر مخ د تعلیمي مراکزو دروازې پرانیزي.

هغه وویل: "موږ په مجموع کې، د مسلمان ملک په حيث، هیڅ د ښځو د تعليم مخالف نه یو، او د دوی د تعليم دروازې به ټول عمر تړلې نه وي."

که څه هم د متحده ایالاتو په شمول د نړۍ هېوادونو د ښځو پر کار او زده کړه باندې د طالبانو پر محدودیتونو انتقاد کړی خو ستانکزي وویل چې د ښځو حقوق د افغانستان داخلي موضوع ده او په متحده ایالاتو پورې اړه نلري.

له شېر محمد عباس ستانکزي سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.