وسله والو د ټاپي پروژې یرغمل شوی کارکوونکی وژلی

د ټاپي نل لیکه ۱۸۱۴ کیلو مټره اوږدوالی لري، چې ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان له لودیځو او جنوبي ولایتونو څخه تیریږي.

د کندهار ولایتي چارواکي وايي، د هغه ماین پاک مړی یې موندلی، چې درې ورځې وړاندې ناپیزاندو وسله والو موټر سایکل سپرو د دغه ولایت د میوند په ولسوالۍ کې د ټاپي د نل لیکې د پروژې د سروې او ماین پاکانو په یو ټیم باندې د برید پر مهال له ځان سره نامعلومې لورې ته وړی وو.

په دې برید کې پنځه ماین پاکان او د سروې ټیم غړي وژل شوي وو.

د کندهار د والي ویاند داود احمدي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې د وژل شوي ماین پاکوونکي جسد تير مازیګر د میوند په ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه پیدا شوی دی.

ښاغلي احمدي وویل " په ډېره خواشینې سره د ټاپي د پروژې د ماین پاکۍ او سروې د برخي یرغمل شوی مامور وژل شوی او جسد يې ولسوالۍ ته انتقال شوی خو د پېښې د عاملینو د معلومیدو په اړه لاهم تحقیق دوام لري چې چا دا کار کړی".

د تیري یکشنبې په ورځ نا پیژاندو وسله والو موټر سایکل سپرو د میوند ولسوالۍ د ملنګ کارېز په سیمه کې د ټاپي د پروژې د ماين پاکۍ او سروې پر پنځوس کسیز ټيم باندې برید وکړ، چې په برید په برید کې پنځه تنه ځای پر ځای ووژل شول او بریدکوونکو یو تن له ځان سره ژوندی وړی وو.

د ټاپي نل لیکه چې ۱۸۱۴ کیلو مټره اوږدوالی لري، ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان د پنځه لودیځو او جنوبي ولایتونو څخه تیریږي.

تیرکال د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان مشرانو او چارواکو په هرات کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان په دننه کې د ټاپي نل لیکې کار پرانیست.

طالبانو هغه مهال په افغانستان کې د ټاپي د نل لیکې د کار له پیل څخه ملاتړ څرګند کړی وو.

خو تراوسه لا څرګنده نه ده، چې د دغې پروژې په کارکوونکو برید چا کړې تر اوسه لا کومې ډلې د دغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.