جمهور رئیس غني د اجرائیه ریاست څوکۍ لغوه کړه؛ عبدالله وایي غني جمهور رئیس ندی

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د محمداشرف غني د یو تازه فرمان په ترڅ کې د اجرائیه ریاست څوکۍ لغوه شوې ده.

د جمهور رئیس غنې د دې فرمان په اساس چې په ټولنیزو رسنیو کې نشر شوی او جمهوري ریاست امریکا غږ ته تائید کړی دی د احرائیه ریاست ټولې اداري او مالي چارې د کب له ۱۹مې لغوه شوي دي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۱۱ (کب ۲۱) خبریالانو ته وویل چې د لوړې له مراسمو وروسته اجرائیه ریاست له منځه تللی دی.

هغه زیاته کړه: "اجرائیه ریاست نور د افغانستان حکومت د تشکیلاتو په چوکاټ او یا جوړښتونو کې نشته دی".

له دې سره جوخت د افغانستان د پخواني حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملي وحدت د حکومت د کار پای اعلان کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي چې "محمد اشرف غني له دې وروسته جمهور رئیس ندی او هم یې فرمانونه او احکام د اعتبار وړ ندي".

د ښاغلي غني د دغه فرمان په اساس ټولې ادارې مکلف شوي چې د اجرائیه ریاست له خوا د استول شویو رسمي لیکونو له طی مراحل کولو څخه ډډه وکړي.

ښاغلي غني په دې فرمان کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د پخواني حکومت اجرائیه ریاست د چارواکو امنیت تامینولو د مسولیت د پای ته رسېدو خبر هم ورکړی او امنیتي بنسټونو ته یې لارښوونه کړې چې خپل ځواکونو په نورو برخو کې وګماري.

خو د ملي امنیت له ریاست څخه غوښتل شوي چې د عبدالله عبدالله د امنیت ساتنې څرنګوالی په درېیو ورځو کې بررسي کړي او وړاندیز یې جمهوري ریاست ته واستوي.

ښاغلي غني دغه راز د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون ته سپارښتنه کړې چې د پخواني اجرائیه ریاست او د وزیرانو شورا د دارالانشا مامورینو د دندو د خوندیتوب لپاره دوی په نورو دولتي ادارو کې جذب کړي.