افغانستان کې نږدې ۲.۴ میلیونه نجونې له ښوونځي محرومې دي

د پوهنې وزارت وايي، هغه نجونې چې ښوونځي ته لاسرسی هم لري، له شپیتو نیولې تر اویا فیصده یې خپلې زده‌کړې په نیمايي کې پریږدي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په دغه هیواد کې د زده‌کړو پر شرایطو برابرې نږدې دوه نیم میلیونه افغانې نجونې له ښوونځیو بې‌برخې دي​.

د دغه وزارت سرپرست او د عمومي زده‌کړو مرستیال ابراهیم شینواري د چهار شنبې په ورځ (اکتوبر ۱۱مه) د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل​، ۳.۵ میلیونه ماشومان، چې په هرو دریو کې یې دوه نجونې دي، ښوونځیو ته له تګ څخه بې‌برخې پاتې شوي دي.

"له هغو درې نیم میلیونه ماشومانو څخه، چې د ښوونځي د عمر دي او له ښوونځي څخه بهر دي، له هرو دریو څخه یې دوه نجونې دي".

ښاغلي شینواري زیاته کړه، چې په افغانستان کې ۵۰ فیصده ښوونځي ودانۍ نه لري او ۳۳ فیصده نور بیا پاکۍ اوبه او یا د ستر او پردۍ سم شرایط نه لري، چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ د مخنیوي لامل شوي دي.

د پوهنې سرپرست وزیر پر وینا، هغه نجونې چې ښوونځي ته لاسرسی هم لري، له شپیتو نیولې تر اویا فیصده یې د ځینو لاملونو له امله خپلې زده‌کړې بشپړولی نه شي او ښوونځی په نیمايي کې پریږدي.

خو ښاغلي شینوراي ټینګار وکړ، چې د پوهنې وزارت په خپل نوي ستراتیژیک پلان کې د نجونو د ستونزو لرې کولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

هغه وویل "د دغو ستونزو د حل لپاره د پوهنې وزرات په خپل نوي ستراتیژیک پلان کې چې د پنځو کلونو لپاره جوړ شوی دی، د نجونو تعلیم ته خاصه توجه کړې ده او هغه توجه په دریو عمده برخو کې چې لومړی برخه یې زده‌کړو ته د نجونو لاسرسی دی".

ښاغلي شینواري ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې به له دیني عالمانو، قومي مشرانو او ټولنیزو شوراګانو سره په ګډه کار وکړي، تر څو هغوی د نجونو د زده‌کړو د ارزښت په تړاو د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې له وزارت سره مرسته وکړي.

د نجونو د ښوونځیو د تعمیر جوړول او د ښځینه ښوونکو جذبول نور هغه څه دي، چې د پوهنې وزارت په پنځه کلنې ستراتیژۍ کې ورته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

ښاغلي شینواري وویل، په ښوونځیو کې د نجونو د شمیرې د زیاتولو په موخه به، په راتلونکو دریو کلونو کې ۳۰ زره ښځینه ښوونکې په فوق‌العاده ډول استخدام شي او دغه راز د پوهنې وزارت په ۸۰۰۰ خالي بستونو کې به ۵۵ فیصده ښځې جذبې شي.