د افغانستان کرکټ بورډ نن شنبه جنوري ۲ (مرغومې۱۳) د ایرلنډ پر وړاندې د دریو لوبو لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
ټاکل شوې چې په روانې جنورۍ میاشتې کې دواړه لوبډلې درې نړیوالې یوه ورځینۍ لوبې ترسره کړي.
په اعلان شویو لوبغاړو کې د لوبډلمشر اصغر افغان په شمول رحمت شاه، نوین الحق، حشمت الله شهیدي، رحمت الله ګربز، عظمت الله عمرزوی، عثمان غني، یمین احمدزی، راشد خان، جاوید احمدي، نجیب الله ځدراڼ، سید احمد شیرزاد، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن ځدراڼ، ګلب الدین نایب او محمد نبي نیول شوي دي.
Afghanistan squad for the @ICC ODI League matches against @Irelandcricket later this month#AFGvIRE pic.twitter.com/vrRlR1hMMl
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) January 2, 2021
نړۍ او افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د کرکټ لوبې هم ځنډول شوې وې.
دا به د کروناویروس له خپرېدو او پېلېدو وروسته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لومړی سفر وي.
ټاکل شوې وه چې له ایرلنډ سره لوبې په اماراتو کې وشي، خو د ځینو ستونزو له کبله اماراتو لا افغان لوبډلې ته ویزې نه دي ورکړي.
کرکټ بورډ وايي چې شاید دا لوبې په عمان کې وشي. دا د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د غوراوي سیالیو پيل دی چې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د سر اته غوره ټیمونه به نړیوال جام ته وځي.