بغلان کې دوو ترافیکي پيښو کې ۱۱ کسان مړه شوي، ۴۸ ټپیان دي

د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ کې سیند ته غورځېدلی مسافر وړونکی موټر چې ۸ کسان پکې مړه شوي ۴۱ ټپيان دي

په بغلان ولایت کې د یو (۵۸۰ مسافر وړونکي بس) د چپه کېدو له امله ۸ تنه مسافر مړه شوي او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت د ترافیکو عمومي مدیریت د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۰ (لړم ۲۹) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه پېښه تیره شپه ۱۱:۳۰ دقیقې د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ په تخت «سنګ» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا دغه (۵۸۰ مسافر وړونکي بس) له کابل څخه بلخ ته روان و چې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ او د موټر بریک کار پرېښودو له امله له سړک څخه اوښتي او سیند ته غورځېدلی دی.

د بغلان ولایت د ترافیکو عمومي مدیریت د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې ۸ کسان چې دوې ښځې او شپږ یې نارینه دي مړه شوي او ۴۱ نور چې ښځې، ماشومان او نارینه پکې شامل دي ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د ترافیکو عمومي مدیر نذیرالله عابدي ویلي چې تر پيښې وروسته ژغورونکي ټېمونه سیمې ته رسېدلي او تر نن سهار څلورو بجو یې په موټر کې د پاتي کسانو د ژغورنې عملیات پرمخ بیولي.

د ښاغلي عابدي په وینا ټپي شوي کسان د ژغورونکو ټېمونو لخوا روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د یو بل خبره له مخې تیره شپه د دغه ولایت په کلګي سیمه کې هم د یوې بلې ترافیکي پيښې له امله درې تنه مړه شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت د ترافیکو عمومي مدیریت ویلي د یادې پيښې په قربانیانو کې هم ښځې، ماشومان او نارینه شامل دي.

د سرچینې په وینا یاده ترافیکي پېښه د یو کاناډايي او وټس موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

په افغانستان کې د اکثرو ترافیکي پيښو عوامل د موټر چلونکو له خوا د نشه‌يي موادو کارول، بې‌احتیاطي ،ګړندي تګ او دغه راز د مسافرینو له خوا د سفر پر مهال د حفاظتي کمربندونو نه تړل بلل کیږي.

خو ددغه ډول پیښو لوی لامل د لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو زیات سرعت بلل کیږي.

عام خلک له ترافیک پولیسو څخه غوښتنه کوي چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره پر لویو لارو د موټر چلوونکو سرعت کنټرول او ترافیکي علایم فعال کړي.