د کانګرس پر ودانۍ برید؛ د داخلي امنیت سرپرست هم استعفا وکړه 

ښاغلي چاد د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د ملاتړو مظاهره کوونکو له برید وروسته استعفا وکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو د داخلي امنیت سرپرست وزیر چاد وولف هم خپله دنده پرېښوده.

د کورني‌ امنیت وزارت وايي چې ښاغلي چاد خپلو کارکوونکو ته د خپلې استعفا په اړه خبر ورکړی دی.

دی د ولسمشر ټرمپ د کابینې یو بل وزیر دی چې د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د ملاتړو مظاهره کوونکو له یرغل وروسته له دندې استعفا کوي.

د کورني‌ امنیت وزارت د مطبوعاتو دفتر ویلي دي چې ښاغلي چاد د دوشنبې په شپه (تیره شپه) ۱۱:۵۹ باندې خپله دنده پرېږدي.

مطبوعاتي دفتر وايي چې د فدرال د بېړنیو حالاتو د مدیریت د ایجنسۍ مشر پېټ ګاینور به د هغه پر ځای سرپرست ګمارل کیږي.

په همدې حال کې تمه کیږي چې د امریکا د استازو خونه نن سه شنبه جنوري ۱۲ (مرغومي ۲۳) په یو پرېکړه لیک کې د ولسمشر د مرستیال مایک پنس او د ولسمشر ټرمپ د کابینې له غړو وغواړي چې د خپلو قانوني صلاحیتونو په اساس دې ولسمشر ټرمپ له واکه لېرې کړي.

دا پرېکړه لیک ښاغلي‌ پنس ته ۲۴ ساعته وخت ورکوي چې د استازو خونې ته ځواب ووايي.

د استازو د خونې مشرې نانسي پلوسي ویلي دي چې د امریکا د اساسي قانون او دموکراسۍ د ساتلو لپاره « به موږ بېړنی اقدام کوو» ځکه چې د مېرمن پلوسي په خبره اوسنی ولسمشر قانون او دموکراسي‌ ګواښي.

تر دې دمه نه ښاغلي پنس او نه هم د ولسمشر ټرمپ د کابینې کوم وزیر په دې اړه څه ویلي دي.

د کانګرس پر ودانۍ د تېرې چهارشنبې په برید کې د چارواکو په خبره پنځه تنه مړه شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

پولیسو دا کسان حکومتي ودانۍ ته په ننوتلو او دولتي‌ شتمنیو ته په زیان رسولو تورن کړي دي‌ او لسګونه کسان نیول شوي چې محاکمه شي.

له دغه برید وروسته او تر ښاغلي چاد مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو د پوهنې او ترانسپورت وزیرانو او ځينو نورو چارواکو هم استعفاوې کړي ‌دي.