د افغانستان او پاکستان ښځې د سولې لپاره گډې هڅې کوي

د سمیرا حمیدي نه په مننه

د پاکستان او افغانستان ښځې غواړې چې په دواړو ملکونو کې د سولې لپاره خپله برخه رول ولوبوي.

پرون د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د ښځو د حقوقو مبارزینو یوه غونډه جوړه کړه چې پکې د پاکستان او افغانستان دواړو ملکونو نه د بشري حقوقو، سولې او ثبات لپاره مبارزه کونکو ښځو برخه واخیسته.

د یادونې وړ ده چې د دغو خبرو لومړې پړاو په کابل کې شویدی.

سمیرا حمیدي چې په افغانستان کې د مدني حقوقو فعاله ده او په دغې غونډې کې د گډون لپاره اسلام اباد ته ورغلې ده وایي چې د دواړه ملکونو خلک دیته ضرورت لرې چې د سولې لپاره او د ترهگرۍ د مخنیوې لپاره کوښښونه وکړي. هغه وایي "د سولې د پروگرام هدف دا دې چې په دی خبرې وکړو چې ښځې څنگه کولی شي د سولې لپاره کار وکړي."

اغلي حمیدي وایي چې په دی پوهیږي چې د فیصلې واکداران سړي دي او د سولې راوستلو فیصله هم په اخیره کې د هغوي په خوښه کیدی شي خو وایي چې ښځې کولی شي سړي په دی موافق کړي چې د سولې لپاره کار وکړي.

شاهده شاه چې د قبایلی میرمنو د یوې ټولنې (خور) مشره ده وایي چې د سولې لپاره د پاکستان او افغانستان د میرمنو دغه پروگرام بیخې ډیر مهم ځکه دی چې دواړه ملکونه د ډیر بد وخت نه تیریږې. هغه وایي جغرافیایي موقعیت د ملکونو بخت ټاکې.

شاهده زیاتوي "قبایلي ښځې په دی لړ کې زیات مهم رول ځکه لري چې قبایل د دواړو ملکونو ترمنځ د پل حیثیت لري. جنگ قبایلي ښځو ته د ترټولو زیات تاوان رسولی دی. نو ځکه د سولې په خبرو کې د هغوې رول هم ډیر مهم دی."

ثمرمن الله چې په اسلام اباد کې مستند فلم جوړونکې او د ښځو د حقوقو فعاله ده، هغې هم په دی غونډې کې گډون کړی.

ثمرمن الله وایي چې "دغه غونډه ځکه ډیره مهمه ده چې ښځې په هر ډگر کې د خپل استاځیتوب غوښتنه کوي. ښځه یواځې سمبولک رول نه خو عملي رول لوبول غواړې."

د پاکستان او اسلام د ښځو دغه غونډه په داسې وخت کې ترسره کیږې چې د دواړو ملکونو ترمنځ اړېکې د بل کوم وخت په پرتله ډیرې خرابې شویدي.

د پاکستان او افغانستان د بشري حقوقو لپاره دغه مبارزه کونکې میرمنې وایي چې د دواړو ملکونو اړیکې ډیرې خرابې شويدي خو د دواړو ملکونو د خلکو مسلې یوشان دي او پکار ده چې ښځې نه یواځې په کور کې دننه د سولې لپاره خپلې کورنۍ وروزې خو د دی سره سره د ټولنې د ښیگړې لپاره را مخکې شي.

ثمر من الله وایي چې د دواړو ملکونو د گډو هڅو هدف دا دی چې د دواړو په دوستۍ ټینگار وشې او اختلافات شا ته شي. هغه زیاتوي "د افغانستان او پاکستان ترمنځ بی باورې زیاته شویده خو د خلکو ترمنځ روابط دغه بی باوري ختمولې شي."

اغلې حمیدي هم د ثمر من الله سره موافقه ده او وایي چې د خلکو ترمنځ ښې اړیکې لوې مسایل حل کولی شي. " بی له کومه شکه د دواړو ملکونو د حکومتونو ترمنځ اړیکې خرابې دي خو زه مدام په دی باور لرم چې د خلکو ترمنځ روابط او خبرې ضروري دي."

د دواړو گاوندې ملکونو اړېکې هرڅو چې په ورستیو کې خرابې شویدی خو سوله غوښتونکې دغو ښځو خپلې هڅې جاري ساتلې دي او غواړې چې حکومتونه دیته مجبوره کړې چې د اړیکو ښو کولو لپاره خبرې وکړي او پیاوړي عملې گامونه پورته کړي.