نړیوال جام کې د افغانستان پرلپسې بریاوې ؛ افغان لوبغاړي په توپ وهنې او توپ اچونې کې لومړی مقام لري

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال شل اوریزو نړیوال جام سیالیو کې خپله دویمه پرلپسې لوبه وګټله او پخپل ګروپ کې په لومړي مقام کې ده.

د جمعې جون اوومې (غبرګولي ۱۸) لوبې کې افغانستان د نیوزلینډ لوبډلې ته د ۸۴منډو په توپیر ستره ماته ورکړه. د لوبډلې کپتان راشد خان وایي دا په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د افغانستان تر ټولو ستر بری دی.

افغانستان د توپ وهنې په نوبت کې په پوره شلو اورونو کې ۱۵۹ منډې وکړلې او سیالې لوبډلې ته یې د ګټلو لپاره د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه چې هغوي پوره نشوی کړی او ټول لوبغاړي یې پداسې حال کې د لوبې په ۱۵.۲ اورونو کې وسوځیدل چې یوازې ۷۵ منډې یې کړې وې.

پچه د نیوزلینډ لوبډلې وګټله خو د توپ وهنې نوبت یې لومړی افغانستان ته ورکړ او د تیرې لوبې په څیر د افغانستان د سر دوو لوبغاړو – رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ – ښه پیل وکړ.

سره لدې چې په لومړنیو ۱۰ اورونو کې د افغان لوبغاړو منډې کول یو څه پڅ و خو تر لسم اور وروسته ګربز او ځدراڼ د منډو کول چټک کړل او پداسې حال کې چې دواړو یې په ګډه تر ۱۰۰ ډیرې منډې کړې وې، یو یې هم نه و سوځیدلی.

رحمان الله ګربز د لوبې په شلم اور کې وسوځید او په ۵۵ توپونو یې اتیا منډې وکړلې. هغه د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو. ابراهیم ځدراڼ ۴۴ منډې وکړلې.

ګربز په لومړۍ او دویمې لوبې کې په پرلپسې توګه تر ۵۰ ډیرې منډې وکړلې او پدې سره د روان نړیوال جام د ډیرو منډو جوړوونکو لوبغاړو په جدول کې لومړی مقام لري.

رحمان الله ګربز په لومړۍ لوبې کې ۷۶ او په دویمې کې ۸۰ منډې وکړلې

هغه په لومړۍ لوبې کې چې د یوګانډا سره وه، په ۴۵ توپونو یې ۷۶ منډې کړې وې او په نننۍ لوبې کې بیا پداسې حال کې د لوبې په شلم اور کې وسوځید چې په ۵۶ توپونو یې ۸۰ منډې وکړلې.

په توپ اچونې کې د افغانستان لپاره تر ټولو غوره لوبه بیا هم د تیرې لوبې په څیر تیز توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي وکړله.

فاروقي د لوبې لومړي اور په لومړي توپ د نیوزلینډ یو لوبغاړی وسوځوه چې تر هغې وروسته د سیالې لوبډلې لوبغاړي یو په بل پسې پرته لدې چې ډیرې منډې وکړي، سوځیدل.

فاروقي په نننۍ لوبې کې په ۳.۲ اورونو کې یوازې ۱۷ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول.

که ګربز د ډیرو منډو جوړولو لوبغاړو په جدول کې لومړی مقام لري ها خوا بیا فضل الحق فاروقی د روان شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې د ډیرو لوبغاړو سوځولو په جدول کې لومړی مقام لري.

فضل الحق فاروقۍ تر دې دمه د روان نړیوال جام په دوو سیالیو کې نهه لوبغاړي سوځولي دي او لومړی مقام لري.

هغه په لومړۍ لوبې کې چې د یوګانډا سره وه، په څلورو اورونو کې یوازې نهه منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي یې وسوځول چې د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د لوبې پای ته رسیدو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان وویل چې دا په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د افغانستان تر ټولو ستر بری دی.

پدې سیالیو کې د افغانستان درییمه لوبه د روانې جون میاشتې په ۱۳ مې د پاپوا نیو ګیني سره ده.