دوه افغانان د نړۍ د ۱۰۰ اتلو خبریالانو په ډله کې راغلل

دانش کړوخیل په افغانستان کې له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهېسې د پژواک خبري اژانس مشر دی

په افغانستان کې د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخیل او د کلید سیمه اییزې راډیو مشره نجیبه ایوبي، دوه هغه افغان خبریالان دي چې په نړۍ کې د معلوماتو رسولو د سلو اتلو ژورنالستانو په لست کې یې نومونه راغلي دي .

دغه لست په فرانسه کې د بې سرحده خبریالانو له لورې جوړ شوی او په پام کې ده د شنبې په ورځ ( اپریل ۳) رسما اعلان شي .

یاده شوې ټولنه هغه ژورنالستان په خپل کلني لست کې ورداخل کړي چې، نړۍ ته یې د خپل هېواد او سیمې په اړه دقیق او کره معلومات رسولي دي .

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخیل امریکا غږ ته وویل چې دغه لاس ته راوړنه د ټول افغانستان د مطبوعاتو ده، یوازې د ده نه ده:

« د نړۍ د معلوماتو رسولو په برخه کې د سلو اتلو خبریالانو په لست کې زما او د کلید راډیو د مشرې نوم راتلل، د افغانستان د مطبوعاتو د یو ښه پرمختګ زیری دی، له شک پرته که موږ خپل کار همدغسې روان وساتو، نورې لاس ته راوړنې به هم ولرو، په لست کې زموږ د نومونو راتلل افغان ژورنالستانو ته نور جرات هم ورکوي چې ولس او نړۍ ته کره او بې پري معلومات ورسوي .»

نجیه ایوبي په افغانستان کې د کلید سیمه اییزې راډیو مشره ده



ښاغلي کړوخیل وویل د بې پولیو خبریالانو ټولنې په افغانستان کې له یو شمېر خبریالانو او د رسنیو له مسولینو سره تر مرکو او خبرو وروسته د هغوی فعالیتونه ارزولي او بیا یې د سلو اتلانو په لست کې نومونه ور اضافه کړي دي .

د بې سرحدی خبریالانو په لست کې د نړۍ د ۶۵ هېوادونو د خبریالانو نومونه راغلي چې ۲۵ یې د اسیا ژورنالستان دي .

دا لومړی ځل دی چې د بې پولیو خبریالانو ټولنه دغه لست خپروي، په لست کې د پاکستان د جیو تلویزون د خبریال حامد میر نوم هم راغلی دی، پر ده څه موده وړاندې وسله وال برید وشو چې لا هم په روغتون کې دی .

د بې سرحده خبریالانو مرکز په فرانسه کې دی، دغه ډله د مطبوعاتو او بیان د ازادۍ په برخه کې کار کوي او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې استازي لري، یاده ډله د خبریالانو په وړاندې شته ستونزې او ننګونې هم ارزوي او له اړوندو چارواکو او ادارو سره یې د حل پر لارو چارو هم خبرې کوي .

په افغانستان کې په تېرې څه باندې یوې لسیزې کې د نورو پرمختګونو ترڅنګ د مطبوعاتو چټکه وده او پر مختګ د دغه هېواد لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه بلل کیږي .

دا مهال په افغانستان کې لسګونه تلویزونه او تر سلو ورپورته سیمه اییز راډیوګانې خپرونې لري .