ډیورند کرښه که د ۲۱ پیړۍ د برلین دیوال؟

د دیورند د لانجمنې کرښې پر دواړو غاړو پښتانه پراته دي

پاکستان غواړي چې له افغانستان سره پر ګډې پولې خنډونه ډیر کړي چې په سیمیزو خلکو کې د جلاتوب احساس ډیر کړي.

پاکستان د ډیورند د ٢٥٠٠ کیلومتره اوږدې کرښې په اوږدو کې اوسپنیزې کټارې، اغزن سیمونه او نور خنډونه دروي چې سیمیزو خلکو تګ او راتګ محدود کړي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د سرحدي ځواکونو قوماندان محمد عثمان وایي "سرحدي دیوال په جرمني کې و، په مکسیکو کې شته، د نړۍ په هر گوټ کې شته نو ولې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نه وي؟ دغه قبائیل باید پدې پوه شي چې دا پاکستان دی او هغه افغانستان".

د دغې لانجمنې کرښې پر دواړو غاړو پښتانه پراته دي. افغانستان پر ډیورند د پاکستان له پروژې سره په وارو مخالفت څرګند کړی، خو پاکستاني چارواکي وايي د امنیت او ثبات د ټینګولو لپاره دغه اقدامات ترسره کوي.

رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې د ډیورنډ کرښې او د برلین دیوال چې جرمني یې په دوو برخو – ختیځ او لویدیځ – وشلی و، ورته والی ارزولی دی.

د برلین دیوال په ١٩٨٩ کې د جرمني د بیرته یووالي وروسته ونړید، خو پدې وروستیو کلونو کې د نړۍ یو شمیر ملتپالو مشرانو پر خپلو پولو باندې د دیوالو د جوړولو هڅه پیل کړې ده چې یو وروستی مثال یې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ دی چې غواړي د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ دیوال ودروي.

د پاکستان پوځي سرچینې وایي، پاکستان د افغانستان سره په پوله د کټارو او نورو خنډونو له لگولو دمخه غواړي ١٠٠ نوې سرحدي امنیتي پوستې جوړې کړي او اسلام آباد ٣٠٠٠٠ نوي پوځیان استخداموي چې ددې کار څارنه وکړي.

افغانستان له پاکستان سره پوله – د ډیورنډ کرښه – په رسمیت نه پیژني خو تل پر پاکستان تور لګوي چې وسله وال طالبان او نورو ورانکاره وسله وال پریږدي چې پر ډیورند په آزاده تګ او راتګ وکړي.