افغان هوايي ځواکونه هره میاشت تر ۲۰۰ ډیر هوايي بریدونه کوي

د افغانستان د هوایي ځواکونو قوماندان وايي چې په تیرو نهو میاشتو کې افغان ّوایي ځواک تلفات نه لرل

د افغانستان د هوايي ځواک قوماندان جنرال محمد شعیب وايي چې په تیرو نهو میاشتو کې افغان هوایي ځواکونو په دغه هیواد کې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې ۱۹۰۰ هوايي عملیاتونه کړي دي.

د افغانستان د هوايي ځواکونو قوماندان جنرال محمد شعیب د یکشنبې په ورځ کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې ویل چې په تیرو نهو میاشتو کې افغان هوايي ځواکونو ټول اوویشت زره الوتنې کړي چې په کې د وسله والو مخالفانو پر سنګرونو او د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د افغان هوايي ځواک څخه د ملاتړ لپاره الوتنې هم شاملې دي.

جنرال محمد شعیب وویل "د دغو شوو الوتنو په ترڅ کې درې زره درې سوه ټنه وزن لیږدول شوی، د قطعو او جزتامونو څخه د ملاتړ لپاره یو زر او نهه سوه الوتنې یا هوايي ضربې د افغانستان د خلکو پر دښمنانو او مخالفانو باندې واردې کړي دي، نهه سوه الوتنې د قطعو او جزتامونو د اکمالاتو د ملاتړ په برخه کې ترسره شوي او هم په دې موده کې دوه سوه هوایي ګزمې شوي دي".

جنرال محمد شعیب د هوایي عملیاتو پر وخت ملکي تلفاتو د اندیښنو په اړه وویل، چې افغان هوايي ځواک د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره لومړی سیمې ته کشفي الوتکې استوي او چې کله په سیمه کې ملکي وګړو ته د سر د زیان د پیښیدو په هکله ورته اندیښنې پیدا شي، نو په دغسې سیمو کې د هوايي عملیاتو څخه ډډه کوي.

جنرال شعیب وویل، چې حتی په اکثرو وظایفو کېکله چې افغان پیلوټانو ته دا معلومه شي چې د هدف په سیمه کې ملکي وګړي شته نو هغوی پرته د عملیاتو بیرته راستنیږي.

د افغان هوايي ځواک قوماندان د خبریالانو د پوښتنو سره سره د افغان هوايي پوځ د پیلوټانو، تخنیکي کارکوونکو او د الوتکو شمیر او د بڼې په اړه معلومات ورنه کړل.

خو د دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش دفتر "سیګار" د افغان هوایي ځواک په اړه په یو وروستي راپور کې چې تیرکال خپور شوی وو، ویلي وو چې افغان هوایي ځواکونه یوولس MI-35 هلیکوپتر، دوه پنځوس MI-17 هلیکوپټر،شپاړس MD-530 هلیکوپټر، شپږویشت C-208ټرانسپورټي الوتکې او څلور C-130 ترانسپورتي الوتکې لري.

خو د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۷ کال کې افغان هوايي ځواکونو ته اته A-29 جنګي الوتکې او دوه بلیک هاک هلیکوپټرهم سپارلي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت دمخه ویلي وو، چې امریکا به د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۳ کلونو په منځ کې افغان هوایي ځواکونو ته ۱۱۹ بلک هاک هلیکوپټرې برابرې کړي.