د افغان هوايي ځواکونو لایزري بمونه؛ جي بي یو ۱۲ او ۵۸

د پوځي چارو کارپوهان وايي چې هوايي ځواک د یو هېواد د پوځ ځواکمنتیا او بریالیتوب کې اغیزمن رول لوبوي او د نړۍ د زبر ځواکونو تر منځ سیالۍ هم د همدې برخې د ټیکنالوژی پر ځواکمنولو روانه ده.

افغانستان ته د امریکايي ځواکونو له راتګ وروسته په تېرو دوه لسیزو کې د افغان پوځ دې برخې ته هم کار شوی دی.

د افغان هوايي ځواک افسران وايي چې اوس مهال دوی داسې پر مختللي رهبري شوي لایزري بمونه په واک کې لري چې له هوا نه د ځمکنیو هدفونو لپاره کارول کیږي.

د هوايي ځواک یو افسر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل: "جي بي یو ۱۲ او جي بي یو ۵۸ بمونه د افغان پوځ د موخو په له منځه وړلو کې خورا ګټور ثابت شوي دي."

د افغان هوايي ځواک د دغه افسر د معلوماتو پر بنسټ د یادو دوه لایزري بمونو ځانګړنې په لاندې ډول دي:

  • جي بي یو ۱۲ (Guided Bomb Unit-12)

د دغه بم وزن ۲۵۰ کیلو ګرامه دی او کله چې موخې ته ورسیږي کولی شي پر ۲۴۰۰ متر مربع پراخه ځمکې باندې په نښه شوی هدف له منځه یوسي.

د دغه بم په چاودېدو سره ځواکمن موج، د اور لمبې او د اوسپنې چړې خپریږي چې کولی شي ودانۍ، ټانک او د مرمۍ ضد وسایط له منځه یوسي.

بم په درې برخو ویشل شوي: د بم لکۍ یا وروستۍ برخه، منځنۍ یا اصلي برخه چې چاودېدودنکي مواد پکې ځای پر ځای شوي دي او د سي سي جي یا (Compare Controle Group) برخه.

د سي سي جي برخې کې د بم سترګه، کمپیوټر او بیطرۍ شامه ده چې لیزر ترې څارل کیږي او موخې ته پرې ځان رسوي.

  • جي بي یو ۵۸ (Guided Bomb Unit-58)

دغه بم ۱۱۵ کیلو ګرامه وزن لري او کولی شي د ۱۲۰۰ متر مربع ځمکه باندې ورکړل شوی هدف له منځه یوسي. د جي بي یو-۱۲ ته په کتو جي بي یو-۵۸ بم یوازې د تخریب سیمه لږه ده او نورې وړتیا او ځانکړتیاوې یې یو ډول دي.

د بم سترګه او سي سي جي برخه

له بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان وايي چې افغان ځمکني او هوايي ځواک د خپلو ټولو شته امکاناتو نه د دښمن د ځپلو لپاره کاروي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "د دغو بمونو بل ښه توب دا دی چې هدف ترې نشي پټېدی او هر چېرې ولاړ شي تعقیبیږي."

جي بي یو ۱۲ او ۵۸ بمونه په اې ۲۹ سوپر ټوکانو الوتکو نښلول کیږي او تر ډېره د عمومي موخو له منځه وړلو لپاره کارول کیږي.

د ډیپلوماټ ورځپاڼې رپوټ پر بنسټ افغان هوايي ځواکونو د لومړي ځل لپاره جي بي یو ۵۸ بم د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشتې کې فراه ولایت کې وکاروه.

د افغانستان هوايي ځواک ‌وايي دغه لایزري بمونه په امریکا کې جوړیږي او د کاناډا، استرالیا او یو شمېر اروپايي هېوادونو د هوايي پوځ په واک کې هم ورکړل شوي دي.

له دې سره چې افغان هوايي ځواک د نورو بمونو او راکټونو تر څنګ لایزري رهبري شوي بمونه کاروي خو د ملګرو ملتونو کلني رپوټونه ښيي چې افغانستان کې د ښکېلو خواوو په عملیاتو کې ملکیانو ته هم درانه تلفات اوښتي دي.