افغان ځانګړو ځواکونو هلمند کې د طالبانو زندان مات کړی

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي‌ وايي، افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه ۷ تنه ازاد کړي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د یکشنبې په ورځ د «سلواغې پر ۲۱مه» امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې د کمانډو ځواکونو د اوم کنډک سرتېرو تېره شپه د کره استخباراتي معلوماتو له مخې د وسله والو پر یاد زندان برید کړی.

ځواک وايي چې پر زندان د عملیاتو په ترڅ کې د زندان ساتونکی یو وسله وال وژل شوی او زندان هم د هوايي برید په ترڅ کې له‌منځه وړل شوی.

نوموړي زیاته کړه"له زندان څخه خاصو قواوو اوه تنه زندانیان د وسله والو له بند څخه ازاد کړي دي او اوس په یوه نظامي مرکز کې دي چې تر ابتدايي تحقیقاتو وروسته به خپلو کورنیو ته ستانه شي."

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د وسله والو له بند څخه خوشي شوي کسان ملکي وګړي دي چې وسله والو طالبانو له حکومت سره د همکارۍ او ځینونو نورو تورونو له کبله زنداني کړي وو.

تر دې مخکې هم څو ځله افغان ځانګړو ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر زندانونو بریدونه کړي او ۲۶۸ کسان يې ورڅخه ازاد کړي دي.

د هلمند د پوليسو یوه لوړ پوړي مقام بیا د نوم نه ښوولو په شرط اشنا راډیو ته وويل چې د هلمند په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو طالبانو لوی او کوچني زندانونه موجود دي چې تر ۲ زره زیات زندانیان پکښې ساتل کېږي.

سرچینه وايي چې له وسله والو طالبانو سره په یادو زندانیانو کې د حکومتي سرتېرو تر څنګ ملکي وګړي هم ساتل کیږي.

خپله وسله والو طالبانو د واشېر په ولسوالۍ کې د خپل زندان په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

واشېر ولسوالي په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو په ۳۰ کیلو مترۍ کې له فراه ولایت سره په ګاونډ کې پرته ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغانستان دفاع وزارت په کندز ولایت کې هم د وسله والو طالبانو له زندان څخه د ۵ زندانیانو د خوشې کولو خبر ورکړی و.