افغان ځانګړو ځواکونو کندز کې د طالبانو زندان مات کړی

په خوشي شوو زندانیانو کې ملکي او پوځي کسان شامل دي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۱۵ زندانیان خوشي کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند، روح الله احمدزي د دوشنبې په ورځ د «وږې میاشتې پر۴مه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه عملیات د افغان کمانډو او ملي امنیت د ځانګړې قطعې لخوا تر سره شوي دي.

هغه وویل، چې په خوشي شوو زندانیانو کې پوځي او ملکي وګړي شامل دي، چې له مودې راپدېخوا د طالبانو لخوا زنداني شوي و.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه، چې د دغو عملیاتو پرمهال د طالبانو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه:"طالبان یوه ترورستي ډله ده، دغه ډله د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لوی او کوچني زندانونه لري، زموږ هڅه او کوښښ دادی چې ترڅو تر کره معلوماتو وروسته، کوم عملیات چې تر سره کېږي، نور زندانیان هم راخلاص کړو."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغان ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو پرمهال لسګونه زندانیان د طالبانو له زندانونو څخه خلاص کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند په وینا د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې د طالبانو له یوولسو زیات زندانونه د افغان ځواکونو د عملیات پرمهال مات شوي او ۴۰۰ زندانیان چې ملکي او پوځي کسان پکې شامل و خوشي شوي دي.

تر دې مخکې یوناما د طالبانو په زندانونو کې له زندانیانو سره د طالبانو د بد وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، خو طالبانو د یوناما راپور رد کړی دی.