افغان ځواکونو د تخار درقد ولسوالي له طالبانو ونیوله ـ دفاع وزارت

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د تخار ولایت درقد ولسوالي یې په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو څخه پاکه کړه.

دفاع وزارت د جمعې په ورځ د اکتوبر پر۲۵مه «لړم۳مه» ویلي، چې یاده ولسوالي یې نن سهار وختي له وسله والو طالبانو څخه پاکه کړې ده.

د دفاع وزارت اعلامیه وايي، چې له څو ورځو راپدېخوا یې په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي و.

په اعلامیه کې راغلي، چې د یادو عملیاتو پرمهال لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر نقلیه وسایط یې هم نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو د تېرې وږې میاشتې پر ۱۹مه د تخار درقد ولسوالي نیولې وه.

درقد د تخار په شمال کي له تاجکستان په سرحد کې د امو د سیند پر غاړه پرته یوه ولسوالۍ ده چې د کوکچې سیند دا ولسوالۍ د تخار له نورو سیمو جلا کوي.

دغه ولسوالۍ په تېرو څو میاشتو کې د افغان سر تېرو او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو شاهده هم وه.

درقد ولسوالي تر دې مخکې هم څو ځله د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ لاس پر لاسه شوې ده.

طالبانو تر دا مهاله په دغه ولسوالۍ کې د وروستیو نښتو په اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دفاع وزارت تېره ورځ له طالبانو څخه د دبغلان دهنه غوري ولسوالۍ د نیول کېدو خبر هم ورکړ.