د کمانډو ځواکونو بغلان کې د طالبانو زندان مات کړی ـ دفاع وزارت

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان دفاع وزارت وایي په بغلان ولایت کې د طالبانو له زندان څخه ۴۲ بندیان ازاد شوي دي.

دفاع وزارت نن سې شنبه فبروري ۱۶ (سلواغې۲۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د افغان کمانډو په عملیاتو کې لسګونه کسان د طالبانو له زندان څخه ازاد شوي دي.

د دفاع وزات په اعلامیه کې راغلي: "تېره شپه کمانډو ځانګړو ځواکونو بغلان ولایت "مرکزي بغلان" ولسوالۍ"علی خواجه" اړوند سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو زندانه ۴۲ کسان خوشي کړي."

بیان زیاتوي چې په ازاد شوو بندیانو کې ۲۵ پوځي او ۱۷ ملکي کسان شامل دي.

پر همدې مهال د افغانستان په شمال ختیځ کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند عبدالهادي نظري هم د یاد خبر په تائید سره ویلي چې په ازاد شویو کسانو کې شپږ تنه د ملي اردو منسوبین، ۱۹ یې پولیس او ۱۷ ملکي وګړي شامل دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په بغلان ولایت کې د هغوی پر زندان د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان دفاع وزارت د روانې سلواغې میاشتې پر اوومه نېټه په لوګر ولایت کې د طالبانو له زندان څخه د ۲۲ تنو د ازادولو خبر ورکړی و.

د افغانستان دفاع وزارت وايي په شاوخوا یوه میاشت کې په هلمند ولایت کې هم د وسله والو طالبانو له زندانونو څخه د ۳۵ بندیانو د ازادولو خبر ورکړی و.

دفاع وزارت په روان کال کې ویلي وو چې د طالبانو له زندانونو څخه په لسګونه بندیان ازاد کړي دي.